کور / نثر / پريږده يې سود خور ده …

پريږده يې سود خور ده …

د جمعې ورځ وه، د جومات لوړې منارې نه د ملا صيب غږ پورته شو، الله اکبر الله اکبر الله اکبر……. ملا صيب آذان خلاص کړ بيا يې لږ ځنډ وروسته مسلې پيل کړي ما يي غږ اوريده خو لږ شانته غصه ښکاريده او ويل يی ګوری نن د جمعې مبارکه ورځ ده او په دې ورځ هم تر اوسه څو تنه راغلې نه پوهيږم چې دا خلکو ولې هر څه هير کړې او خپلو دينې شعايرو ته پاملرنه نه کوې………
خير ملا صيب لا لګيا وه او زه هم پورته شوم اودس مې وکړ د جومات خواته روان شوم، څو تنه نور هم راسره په لار کې يو ځای شول مونږ ورو، ورو د جومات خواته روان وو او په هر قدم سره د ملا صيب غږ رانژدی کيده او د سود خور انسان په اړه يې ننی بحث پيل کړی وه ډيرې سختې خبرې يې کولې او ډير په غصه ښکاريده….
خير د جومات انګړ ته ننوتو هلته هم د جومات نه د باندې په انګړ کې د چنار لاندې څو ځوانان ناست ول او خپلو کې يې ويل د ملا صيب خو همدا زړې خبرې دي هر وخت همدغه وايې نوی کوم شی يې په خبرو کې را څرګند نه شو…..دوی په خپلو کې لګيا وه موږ جومات ته ننوتو او ماته د ملا صيب هماغه لومړی خبره را په زړه شوه چې د آذان نه يې وروسته وويل ګوری نن د جمعې مبارکه ورځ ده او پدې ورځ هم تر اوسه څو تنه …. خير موږ په لومړي صف کې کيناستو ملا صيب ته مخامخ څو تنه سپين ږيرې ناست ول. داسې ښکاريده چې ږموږ په راتګ سره يې خپلې خبرې له سره پيل کړې وي… او د پوښتنې په ډول يې وويل آيا تاسو سود خور پيژنۍ؟ آيا پوهيږۍ چې د سود خور حکم په اسلام کې څه ده؟ سود خور چاته وايي!؟ خير ور به شی خبر به شی!!! بيا يې وويل ګوری سود خور انسان له الله او د هغه له رسول سره په جنګ کې ده او مقابله يې له خپل رب سره ده او له خپل خوږ پيغمبر سره يې جګړه پيل کړې او د زانې، شرابې، قمار باز او نورو په هکله داسې حکم نه دی راغلی….
بيا يې وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې، سود له دري ديرش ځله زنا څخه بدتره ده يعنې د يوې روپی سود خوړل له دري ديرش ځله زنا سره برابره ده او بيايې وويل چې څوګ سود خوري داسې وي لکه چې خپل مور سره يې په کعبه کې زنا کړې وي، العياذ بالله….ملا صيب خپلو خبرو ته دوام ورکړ ويويل ګوری پخوا به په يوې سيمه کې يو سود خور سړی اوسيده نو ټولو به هغه پيژانده او په خلګو به ښه نه لګيده ټولو به ويل پريږده يې سود خور ده … خو اوس په هر کور کې يو نه څو تنه سود خواره اوسيږي، پلار په خپل لاس خپلو بچيانو ته د سود لارې چارې پرانيزې دا بخت حساب شو او دا قسمت حساب …
هر يو بيا افتخار کوې ما مې خپل ځوی، لور او بيا خو داسې هم يو نيم پيدا کيږې چې وايې ما مې خپلې ښځې ته هم بخت حساب خلاص کړ… همدغه خلګ ول چې يو تن به سود خوړه ټولو به ورته بد رد ويل او هر يوه به کوښښ کاوه چې هغه ته څه ووايې خو اوس ټول سود خوري او پرې وياړ هم کوې او هر يوه ته دا خبرې زړې ښکارې نه پوهيږم چې دوی څه غواړې دا خو هر څه ورته د دين دښمنانو راوړي ….
دولت هم اجازه ورکړې چې سودې اعلانونه په هرې راډيو او هر تلويزون کې خپاره شي نه يې څوګ مخه نيسې او خلګو خو خپل رسالت هير کړی دا هر څه په افتخار کوي … ګوری زما مسوليت همدا ده چې د ممبر له سره تاسو ته ووايم سود حرام ده صله رحمې له منځه وړي، او د مسلمانانو منځ کې د ورورولی او خواخوږی فضا تباه کوي او د لوی څښتن تعالی لوی وعيد په سود کې راغلی نور مو خوښه تاسو ټول پوهيږی نه ليونې ياستی او نه ماشومان سخته ورځ راتلونکې ده او د حساب ورکول به درته ګران شي….
په درنښت