كرزى: د تروريزم پر ضد جګړه دي له افغانستان څخه دباندي وسي

56 | جولای 19th, 2010


افغان ولسمشر حامد كرزى هيله ښيي چي، د افغانستان په جګړه كي د بهرنيو استخباراتي شبكو د لاسوهنو او ددې جګړې په اړه د پټو اسنادو له خپرېدو سره د تروريزم پر ضد جګړه په ښه توګه پر مخ ولاړه سي.

ښاغلي كرزي نن په كابل كي يوه خبري كنفرانس ته وويل چي، له كلونو راهسي زموږ همدا ږغ دى چي، د تروريزم پر ضد جګړه بايد له افغانستان څخه بهر وسي، ځكه چي د ولسمشر كرزي په خبره د تروريزم د روزني، ساتني او تجهيز مركزونه له افغانستان څخه بهر دي.

د افغانستان د جنګ په اړه د ويكي ليكس انټرنيټ پاڼي له خوا خپاره سوي اسناد دا ښيي چي، د پاكستان استخباراتي شبكه د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره مرسته كوي او ايران هم په دې برخه كې فعاليت كوي.

ولسمشر كرزي ويلي چي له كلونو راهيسي په افغانستان كي د ځينو هيوادونو استخباراتي شبكو كار كړى خو ده وويل چي د دغو شبكو د پيژندني او مخنيوي لپاره جدي هڅه روانه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024