کور / اسلامي / حجاب په … او ساینس کښي(۳)

حجاب په … او ساینس کښي(۳)

حجاب په اسلام، عیسایت، یهودیت او ساینس کي (۳ مه برخه )

ليکوال : عبدالغفارجُبیر
منبع : له موثقوکتابواومجلونه

دریم څپرکی

عبدالغفارجُبیر

دروم دامپراطورۍ پرمهال حجاب :

درومیانوامپرطورۍ چی دټوله اروپادتهذیب اوتمدن زانګوده، ددې امپراطورۍ په عروج اوزوال کی پردې (حجاب)ځانګړې حیثیت درلودی، دنولسمې پېړۍ په دایرة المعارف(Encyclopedia) کی لیکلی دی:
درومیانوښځودنروپه شان کارونه خوښول، اوښځودخپلوکورونوکارکاوه،اودښځوخاوندانو، زامنواووروڼوبه په میدان کی دجنګ همېشه سرونه قربانول، دکوردکارونوڅخه علاوه ښځودټوکرانوجوړول، اوتارونه به ئې ورېشل، رومی ښځوبه سخته پرده کول، اوکله چی دخپلوکورونوڅخه وتلې نومخ پوښ(نقاب) ئې اغوستی اوبیاتلې، اوکله به ئې یوپنډڅادرپرځانواچاوه اوټوله ځان به ئې پوټاوه، چی رومی ښځې په دې نقاب اوڅادروکی نه پېژندل کېدې۔
(مسلمان عورت)، ساینس اورجدیدریسرچ)
دفارس د امپرطورۍ پرمهال دنرګس دګل څخه پرده
درومیانودامپراطورۍ سره په سیالۍ کی دفارس امپرطورې اوسلطنت شتون درلودی، اوپه فارس کی پرده دومره سخته وه چی په ټوله سېمه کی دنرګس ګل نه په سترګوکېده داځکه چی دنرګس ګل په سترګه مشهوره وو، اوپارسیانوداعقیده درلوده چی دی وموږته ګوری، نوځکه دفارس په ټوله امراطورۍ کی دامنع اعلان شوی وو، علاوه ددې سیمی څخه حجاب په یونان، شام اوعربوکی هم ډېرسخت وو، اورواج ئې درلودی۔
دفارس په سلطنت کی حجاب دومره سخت وو، چی دنرګس څخه لاهم پرده کوله نورقضاوت وګرانولوستونکوته پرېږدو۔
دیونان دتهذیب زوال اودهغه اصلی عامل
تاریخ داثابته کړېده چی دیونانی تهذیب دزوال سبب دښځوبې پرده ګۍ، عریانۍ، دنارینه وه سره دبې باکۍ، راشه درشه، ښکلااوزینت، اودبدن دښکلاښکاره کول وو، رومیانوښځه په پردې کې ساتلې وه، چی دښځې وقار، عفت اوعزت ئې هم ورسره ساته، اوکله چی دروم فتوحات پرمخ ولاړل نوښځې یودم دکورڅخه راووتې، دحجاب جنازې پورته شوی، ښځې بې ستره بربنډې په هرځای کی ترسترګوکېدې، اوپه عامومجلسو، محفلواوهرځای دنارینه سره یوځای، اودنارینه وودخوښۍ، شوق اوطبعیت راستګۍ یوه اله شول، اودادفحاشۍ، جنسی اړیکوبازارډېرژرګرم شو، چی ډېرژرئې دنارنیه واخلاق فاسداوختم کړل، دهغوی دجنګ جذبې، ولولې اودبهادرۍ څپې یې ورمړې اوکرارې کړې، دنارینه څخه ټول طاقت واخیستی، اودفوځ ټول جنګی مهارتونه په عیاشۍ بدل شول، اوهغه قوت ، دبدبه اوحیثیت ئې دخاوروسره خاورې شو، دشهوت پرستۍ اوجنس هوسۍ بازارهرځای تودشو، فوځی تربیه، په تنبور، رباب، شرابو، زنا، رقص اوجادوبدل شول، چی داهغه شیان دی چی شجاعت، ازادې، خپلواکې ، زوراودبدبه له مینځه وړی۔
چی دروم دامپراطورۍ په اخرکی ټول دجنګ خلک ددولت لوړپوړې چارواکی دښځوپه لاسوکی ولوېدل، اوهرڅه چی دوی غوښتل هغه کېدل، دټولې امپراطورۍ واک عیاشوښځوپه واک کی و،اوهرڅه ددوی په اختیارکېده، اوهمدالویه امپراطورې ټوټې ټوټې شوه، (پرده اورجدیدریسرچ)
علامه لوئس پېرول په (Review of Reviews) په 11 ټوک، د(Political Corruption) دسیاسی فسادترعنوان لاندی لیکی: دلوړواخلاقودامضبوط دیوال یواځی ښځه نړولای شی۔
په تاریخ کی دښځودبې پردې له کبله ډېرې داسې اوښتنونه راغلی دی، چی زرهاووپاڼې په ډکې دی، خوزه نوردموضوع څخه به وځم اویواځی په دې باندی اکتفاء کوم۔

په پخوانی هندوستان کی حجاب
ښځه بایدلوڅه اوبربنډه نه وی۔ (ادهیا 8، فقره 2)
ښځه بایددډېروکوچنیوبدوکارواوکړووړوڅخه بایدوژغورل شی، داځکه چی غیرمحفوظه ښځه خپل ټبراوبل ټبردواړه بدناموی ۔( ادهیا 9 فقره 5)
دپخوانیوهندوستانیانورواج داسی وو، چی ښځې ئې دباندی نه پرېښودلې اوپه کوروکی ئې بندولې اواجازه ورته نه وه چی بې حجابه ووځی۔
مېرمن (ایف سی داس) پخپل کتاب (پرده) کی لیکی:
په هندوستان کی دښځوپه کوروکی دبندېدواثارپیداشوی دی، اوداددوی (ښځو) نه راوتل، په کوروکی پاتېدل، حجاب کول داپه هغه ټولنه کی داعتماد،شرافت اوعزت سمبول وو۔
پرده په عیسایت کی
یوه عامه غلط فهمې په اروپا، امریکااواسټرلیاکی داده چی اسلام یواځنی دین دی چی لارښوونه کوی وښځوته چی تاسی به حجاب کوی، ټول بدن به پوټوی، اوپه بل دین، اومذهب کی هیڅ شتون اوریښه نلری؛ دتعجب وړخبره خولاداده چی عیسایت اودعیسایت ریښې اوپه عمومی ډول سره په غرب باندی دعیسایت ښه پوره پرده غوړېدلې ده،اودلویدیځ (90) په سلوکی عیسایان دی، اووخپل دین ته هیڅ ارزښت نه ورکی، اوحال داچی دعیسایت ټیکه داران دوی دی، اودابایبل چی دوی په (2000) ژبوڅخه لااضافه ژباړلی دی، خوبیاهم لویدیځ دخپل دین(عیسایت) احکام ترپښولاندی کوی، اواوس داوهرچاته جوته ده چی دوی ته عیسایت دیوه نخودپه اندازه ارزښت نلری، نه ئې احکام منی، اونه ئې هم عملی کوی، اوس بایبل یواځی دواتیکان ترتاخچوپوری محدوددی، اوپه یوڅوموزیموکی پروت کی اوبس۔ داچی دوی وایی چی موږدصلیب اوعیسایت لپاره چوپړکوو، دادوی عام عیسایان غولوی، اودخپلونارواموخوته درسېدوپه موخه له عیسایت څخه کاراخلی؛ اوبله داچی په عمومی ډول سره ئې ټوله عیسایی نړې داسلام پرضدپه لومړی قطارکی درولې ده، اوداعیسایت ته خواخوږی دی خپل بایبل چی هر(ورژن) وی خلاص دی کی اودې ایاتوته دی وګوری۔
ددې لیکنې موخه داده چی ټوله اروپا، امریکااوپه شمول د استرلیادوی ځانونه ترعیسایت قربانوی، دصلیب پرنامه سرښندنه کوی، اوداافتخاربولی چی صلیب ئې په غاړه وی، اوپه عراق اویاهم په افغانستان کی ووژل شی، دوی دادصلیب سره ژمنه بولی، اوخپل دخلاصون خوب پکښې وینی، اوس پوښتنه داده چی په کوم بایبل چی دوی ایمان لری، دوی ئې خپل شعاربولی، دوی ئې خپل مقدس کتاب بولی، دوی ئې خپل دخلاصون واک بولی، دوی ئې په مینه خپروی، ایادوی ورته ژمن هم دی؟ ایادوی پخپل دې ویناکی چی موږپربایبل ایمان لرورېښتنې دی؟ ایادوی دژوندپه هروخت کی ددوی ددې کتاب پیروی کوی؟ ایاهغه څوک چی په بایبل باندی قسم واخلی لکه چی بارک اوبامااونوردامریکااونورولویدځوهیوادونه مشران چی په (King James Version Bible) (کینګ جیمز ورژن بایبل) چی دادجیمز په وخت ،دجیمز په پیسواوهلوځلوکی ولیکل شو، دوی په دې بایبل باندی قسم اخلی اوداوایی چی موږبه داعملی کوو، اوددې هرحکم به په ټولنه کی عملی کوو ایاداروښتیاده؟ ایاپه مجموع کی داټوله عیسایی نړې وعیسایت ته ژمن اوهوډ من دی؟ عیسایت یواځی ترواتیکانه پوری محدوددی اوکه په نوروهیوادوکی هم شته؟ ایادواتیکان څخه فارغه شوی راهبان وعیسایت ته خدمت کوی؟ اوداسی نورپه زرهاووپوښتنی بې ځوابه دی اوځوابه ئې (نه هیڅ کله نه؟؟؟!!!!)۔
لکه څرنګه چی زه اوس غواړم چی دحجاب په هکله څه ولیکم نودموضوع څخه نه وځم اوپرحجاب باندی بحث کوم، اوهغه داچی داهیوادونه چی اوس ئې حجاب منع اعلان کړیدی، لکه فرانسه، بلجیم اونورې هلې ځلې هم پیل شویدی چی په نوروعیسایی هیوادوکی هم داکاروکی اووخپلوشوموموخوته ځانونه ورسوی، ایاداحجاب یواځی په قران کی شته؟؟؟ نه هیڅ کله نه بلکه په ټولوالهی دینوکی وو، اوزه اوس دبایبل څخه هغه ایاتونه لیکم چی دحجاب په اړه پکښې حکم پکښې دی۔ په هندومذهب کی حجاب شته چی کوم الهی دین نه دی؟؟ نوپه عیسایت کی څنګه نشته!! دتعجب خبره ده، چی داسلام دمبارک دین څخه مخکی حضرت عیسی علیه سلام په حجاب باندی ټینګارکړیدی، اوهغه څخه مخکی حضرت موسی علیه سلام ورباندی احکام راوړیدی، اوامرئی کړیدی، چی ښځه بایدحجاب وکی، نواوس ئې داپه نامه عیسایی هیوادونه ولی دبایبل ، دسال (پولس)، اودحضرت عیسی علیه سلام چی دوی وایی چی ده ځان زموږلپاره قربان کړ، ولی دده خبره اوقول نه منی؟ ولی دبایبل احکام غورځوی؟؟؟ څه وروسته به وتاسوته جوته شی چی مادڅوبایبلوڅخه داایات رااخیستی دی، اوددنړې په (2000) ژبوچی بایبلونه لیکل شوی اوهرو(ورژن) چی وی، پکښې دی۔
په ټول الهی دینوکی دپردې امرشویدی، دحضرت عیسی علیه سلام په وخت کی هم حجاب رواج وو، چی په اوسنی بایبل کی دبرقع لفظ راغلی دی په دې ډول سره:
حضرت عیسی علیه سلام وایی:
وتاسوته ویل شویدی چی وښځوته مه ګوری، وماته وګوری زه وتاسوته وایم چی ددوی پربرقعوهم خپل نظرمه اچوی۔
کله چی داوسنی بایبل مطالعه وشی نوداجوتیږی چی پرده په هغه وخت کی په فارس، مداین اونوروځایوکی عامه اورواج وه۔
دتورات په پیدایش 24، باب کی راغلی دی:
اسحاق راووتی اخوااودې خواته ئې کتله، دماښام پرمهال یوه قافله په نظرورغله، چی په هغه کی ښځې وې کله چی ده ورته وکتل هغوی برقعې راواخیستې اوپرده ئې وکړل۔
دغه لاندی ایات په اول خط دکورنتیانوپه نوم په یوولسم باب کی، اود(سال) لخوالیکل شوی دی، چی په انګلیسی کی ورته (Paul) (پاول) وایی، داهغه سړی دی چی داوسنی عیسایت بنسټ ده ایښی دی،مسیحت اروپاکی ته دده په وسیله داخل شو اوپه اروپاکی ئې دخپرولوکارپیل کړ؛ مرحوم شیخ احمددیدات په حواله داوسنی بایبل (45) په سلوکی یواځی (سال) لیکلی دی، اودی داوسنی عیسایت مؤسس دی، اودادده حکم اوامردی،چی په ټولوبایبلوکی دنړې چی دکلیساوله خواڅخه چاپ شویدی شتون لری:

اوکومه ښځه چی سرتوری دُعاکوی هغه خپل سربې عزته کوی، ځکه چی هغه دسرخرییلې په شان ده، که ښځه پورڼی نه پرسرکوی نوویښتیان دی هم پرېکړل شی، که دښځې دپاره ویښتیان پرېکول اوسرخریل دشرم خبره وی نوپورڼی دی پرسرکوی۔ (اول کورنتین یوولسم باب 7ـ5)
داایات په ( NKGV,NASB,KJV, RSV, MKJV, LITV, Darby, NT, Wey, Young, CEV, TEV, RVR 1960, ISV NT, NAB, Rotherham) بایبلوکی په مختلفوبڼوسره بیان شوی، تفسیرشوی، اوژباړل شویدی، چی زه ئې یوڅوبیلګل لیکم:
په ( RSV, MKJV, LITV, Wey NT, Rotherharm, NAB) بایبلوکی په لاندی ډول سره راغلی دی:
ښځه بایدحجاب وکی، کچیری حجاب نه کوی نودهغې سردی وخریل شی اویادی هم ویښتیان ورڅخه پرېکړل شی، کچیری دادسرخریل اویاهم وېښتیان پرېکول ښځه دځان لپاره لعنت اوشرم بولی نوحجاب دی وکړی۔
په (National King James Version) بایبل کی داایات داسی لیکلې دی:
کچیری یوه ښځه پټه نه وی، سردی وخریل شی اوکه چیری دادسرخریل ددی لپاره دشرم خبره وی نوځان دی پټ کړی۔
په (NASB) بایبل کی داایات داسی دی:
که چیری ښځه خپل سرپټ نکړی، ددې سردی وخریل شی اویادی دسروېښتیان ایسته کړل شی، که داعمل داوخپل ځانته دشرم نه ډک یوه بې عزتی بولی نوسردی پټ کړی۔
په (CEV) بایبل کی داایات داسی راغلی دی:
ښځه بایدخپل سرپټ کړی، اودښځې لپاره دسرخریل اووېښتیان غچی کول یولعنت، ظلم اوشرم دی، که چیری ښځه دسرپوټول اوحجاب ردکړی نوددې ښځې وېښتیان دی غچی اوسردی وخریل شی۔
په ځینوبایبلوکی تردې هم ورباندی ټینګارشویدی، اوډېره سخته سزارئې ورته لیکلې ده، بل ځای په بایبل کی راغلی دی:
سړی دښځې نه نه دی بلکه ښځه دسړی نه ده، اوسړی دښځې دخاطره نه بلکه ښځه دسړی دخاطره پیداشویده، نودفرښتوپه سبب ښځې ته پکارده چی پخپل سرداختیار(اطاعت، کمینۍ) نښه (پورڼی) کښیږدی) (5: 14)
ددې پورتنیوایاتوڅخه لاندی کرښې په لاس راځی:
1: سرتورسریاحجاب نه کول په عیسایت کی دومره بدشرم دی لکه دیوې ښځې ویښتیان چی پریکړل شی اویاهم وخریل شی۔
2: لوڅ سردښځې لپاره یولعنت دی۔
3: په لوڅ سردُعااونورعبادات نه قبلیږی۔
4: دسروېښتیان دښځې لپاره ترټولومهمه ښکلاده، چی داطبعی ده، اودهرې ښځې پخپلووېښتیان ډېره خوابدیږی، که وخیژی، کم شی، ضایع شی، خوکه حجاب نه وی نوداښکلادی له مینځه یووړل شی۔
5: ښځه دنرڅخه اودنرلپاره پیداشوې ده۔
6: لکه څرنګه چی ښځه دنرڅخه پیداشوېده، نودې ته په کاردی چی دنردطاعت لپاره اوهغه ته دسرکښته کولوپه موخه پورڼی پرسرکی، چی داداطاعت نښه ده۔ خوداسلام په مبارک دین کی حجاب دعفت، عزت، شرافت، سرلوړی، دسرتاج، اودخدای جل جلاله داطاعت نښه ده۔
7: ښځه دفرشتې سره مقایسه شوېده، لکه څرنګه چی فرشتی دخدای جل جلاله اطاعت کوی، نوښځه هم بایددنرداطاعت نښه (پورڼی) پرسرکی۔ خواوس برخلاف اوس چی موږولویدیځ ته ګورونوددې پرځای چی ښځه دنراطاعت وکی، په مجموع کی په عیسایی نړۍ کې نردښځې اطاعت کوی، اودهغې ترتسلط لاندی دی، چی وروسته به بیان راشی په نوروڅپرکوکی، چی یوه وړه بېلګه ئې وړاندی کوم اوهغه داچی په هرکال کی په زرهاوومړونه طلاقیږی، چی دایواځی دښځوله خواطلاقیږی، داځکه چی خاونددښځې پوره اطاعت نه کوی نوځکه ښځه ورته طلاق ورکړی، د(News Week) په حواله په اروپا اومریکاکی په سلوکی (98) طلاقونه دښځوله لوری دی، اویواځی په سلوکی (2) دنارینه له لوری نه دی، دلته اوس تاسی ګران لوستونکی قضاوت وکی چی نردښځې اطاعت کوی اوکه ښځه دنر؟!!
وبل لوری ته عیسایی ننی( ښځې راهبې) دمسلمانانوپه شان حجاب کوی، اودکاتولیکانوپه کلیساکی تر (1960) میلادې پوری په کلیساکی حجاب اړین وو، اوکه چیری چاپورڼی نه وای پرسرنووهغې ښځې ته وکلیساته دداخلیدواجازه نه وه، اودکلیساپه هیڅ مذهبې مراسموکی ئې ونډه نشوای اخیستلای، اوبل موږوټولې عیسایی نړۍ ته وایوچی ستاسوپه ټولوکلیساووکی چی تاسودبې بې مریمی رضي الله وعنهامجسمې جوړې کړېدې، داولی په حجاب کی ده؟؟؟ که حجاب په تاسوکی اوس عیب اوشرم دی، نوتاسې چی بی بی مریمی ته دخدای مور(نعوذ بالله) وایاست داولی په حجاب کی ده، ؟؟؟ستاسوبایبل ولی پرحجاب ټینګارکوی؟؟؟ سال(پولس) ولی پرنه حجاب باندی دومره لعنت کړیدی؟؟؟ دنه حجاب سزاولی دومره سخته کړېده؟؟؟ ایابایبل دخدای کتاب نه دی؟؟؟ که بایبل دومره ارزښت درته نه لری نوبیاولی دومره زیارورته باسی؛ هیوادونه قبضه کوی، بې ګناه خلک وژنی، اودادبې شرمۍ، غروراوداسلام سره ددوښمنۍشعارمووهرچاته معلوم دی چی تاسوهرځای لیکلې دی، ((موږدعیسایت ونه دمسلمانانوپه وینوشنه ساتو)) ، اوس ستاسوپه دې باولوهڅوهرمومن مسلمان خبردی، اووپورتنی پوښتنوته دی اوس عیسایی نړۍ ځواب ووای۔
اوس موږدعیسایت څخه دانتیجه اخلو!!!
یابه بایبل دخدای کتاب نه دی، اوعیسایت هیڅ الهی دین اومفکوره نه ده،دخیالاتو، پوچوخبرو، اودفکریوخیالی ټال دی، نوځکه وعیسایانوته هیڅ ارزښت نلری۔

نوربیا۔۔۔

په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور