د ورکي اعلان

د لراوبر اداره | جولای 21st, 2010


د سخا رالېږنه :

ډیره موده کیږی چی د کوټی په ښار کښی یوه کورنی د خپل د سترګو تور په لټه کي ده،  نجیب الله پنځلس کلن ځوان چی د څو کلونو راهیسی د ۱۴ اګست په نیټه (دپاکستان د ازادۍ په ورځ ) له کوره وتلی او تر اوسه لادرکه دی ،خو دده د هجران له غمه یی مور او ټوله کورنی د خوشحالی د نعمت څخه محرمه سوی دی .


د نوموړی مور د ډیر غم او پریشانی نه د سرطان په ناروغي اخته سوې ده خو بس دا ارمان لری چی څه وخت به خپل زوی وويني .
له تاسو څخه په ډیر درناوي هیله کیږي چي که چیري نوموړی هلک مو په سترګه سی نو د خدای د رضا لپاره او دهغه د مور د دعا ګټلو لپاره په دغه شمیره موږ ته احوال راکړی ۰۳۲۱۸۰۳۰۱۴۰ نوموړی د کوټي د چالو باوړۍ اوسيدونکی او په قام  بړیڅ دی .نو ستاسو د همکاری په هیله


ټيلفون : 00923218030140

Copyright Larawbar 2007-2024