مورلي اته سوه ويکټې پوره او له کرکټ سره يې مخه ښه وکړه

65 | جولای 22nd, 2010


متايه مورلي درن په ټيسټ لوبوکې اته سوه ويکټې پوره کړې اوله دغې لوبې سره دعمر له پاره مخه ښه وکړه .
دغه سريلانکايي بالرچې له وړانديې يې ويلي وه چې دهندوستان اوسريلانکاترمنځ ټيسټ لوبه به دده وروستۍ لوبه وي خو ده يادونه کړې چې هڅه به وکړې چې په دغه لوبه کې اته سوه ته پاتې اته ويکټې واخلي ترڅوخپلې اته سوه ويکټې پوره کړي چې له ډيرمقاومت وروسته په دې وتوانيده چې اته سوه ويکټي پوره اوله دغې لوبې سره مخه ښه وکړي .
ديادونې وړده په ټيسټ لوبوکې متايامرلي درن په اتوسو ويکټونولومړۍ شين وان دوهم اوهندوستانى بالرانيل کمبلى په دريم نمبرکې زياتي ويکټي لري .

Copyright Larawbar 2007-2024