په ننګرهارکرکټ اکاډمۍ کې افغان کرکټ ټيم لس ورځې تمرين کوي

65 | جولای 22nd, 2010


دافغانستان کرکټ ملي لوبډله دلسو ورځولپاره په ننګرهارکې په سکاټلينډکې ديوه ورځنيو او څلور ورځنيو لوبولپاره تمرين کوي .
دکرکټ پورډ تخنيکي مسؤل هستي ګل عابد لراوبر ته وويل دغه لوبډله به له تمرين څخه وروسته داګست په پنځمه نيټه سکاټلينډته روانيږي او لومړۍ څلور ورځينۍ سيالي د اګست د ۱۱ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې د سکاټلينډ سره کوي او نورې سيالۍ يې د همدې هيواد سره د اګست په په شپاړسمه او اوولسمه نېټه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دافغان کرکټ ټيم لپاره دپاکستان دکرکټ پخوانۍ کپتان ويکټ کيپربيټسمين رشيد لطيف دافغانستان دنوي کوچ په حيث له لوبډلې سره دى .
په ورته وخت کې دکرکټ يوشميرمينوال وايي چې دافغانستان لپاره يوبل ښه توپ وهونکې ته اړتياوه چې داوسنيولوبوسره اشناوي چې هغه بايد ياداسټراليااو ياهم دهندوستان وي

Copyright Larawbar 2007-2024