په ننګرهار کي دکيوکشن کان کراټي په زړه پوري نمايشونه ترسره شوه

65 | جولای 22nd, 2010


په ننګرهار کي دکيوکشن کان کراټي په زړه پوري نمايشونه ترسره شوه
دکراټي دغه نمايشونه دننګرهار ورزشي امريت دکيوکشن کراتي فدراسيون لخوا ديوي ورځي لپاره په ختيځ اکاډمي کي په لاره اچول شوي وه په دغه نمايشونو کي دسيني پرسره دمارتول په واسطه دتيږوماتول دپښو په زوردڅولرګيوماتول دلاس په زور ديخ دڅوکندوماتول او همدارنګه دسر په واسطه دښختوماتول شامل وودننګرهار دورزش امر شفيق الله صادقي په ويناد ددي نمايشووموخه په کابل کي دکيوکشن کراتي سيالي کي دننګرهار داتلولي لمانځل او ځوانان ورزش ته هځول وددي نمايشونو دننداري لپاره دننګرهار دورزش امر شفيق الله صادقي دکابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون دسولي کاروان مسولين او په سلګونه ورزشکاران او دورزش مينه وال هم راغلي وو
دکيوکشن کراتي فدرسيون مسول او دافغانستان دملي لوبډلي لوبغاړي اباسين شينواري دورزشي امريت ځخه دمنني ترځنګ وويل چي دکراتي دپرمختګ لپاره په نه ستړي کيونکي هلي ځلي وکړي
همدارنګه استاد اباسين زياته کړچي دکيوکشن کراتي فدراسيون دننګرهار ولايت په بيلا بيلوولسواليوکي هم کلپونه لري او په سلګونه ورزشکاران پکي تمرينونه کوي
چي دنمايشونو په پاي کي دسولي کاروان په مالي لګښت ورزشکارانو ته کپونه مډالونه ورزشي لباسونه اونقدي جايزي ورکړل شوي

Copyright Larawbar 2007-2024