کور / سپورټي / کندهار : لوبه د فدراسيون لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده

کندهار : لوبه د فدراسيون لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده

د کندهار د تيري ورځي لوبه چي د کندهار لوبډلي او فدراسيون لوبډلي تر منځ تر سره سوه او د زيات شمېر نندارچيانو له لوري ننداره او په چکچکو بدرګه کېده پنځه د څلور په وړاندي د فدراسيون لوبډلي په ګټه پاى ته ورسېده .
د يادوني وړ ده چي د کندهار د سپورټ فدراسيون پتېيلي چي د کندهار او فراه ولايتونو اوپاکستان هيواد د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي تر منځ لوبي ترسره کړي چي نن به لوبه د فراه لوبډلي او عينو مېني لوبډلي تر منځ ترسره سي .