کور / کره کتنه / د جهاد مشرانو ته پرانستى ليک

د جهاد مشرانو ته پرانستى ليک

دصليبي خونړي يرغل په وړاندې د جهاد په تودو سنګرونو کې د پرتو اتلو مجاهدينو قدرمنو مشرانو!
هيله ده دا ليکنه تش دکاغذ تورول ونه ګڼۍ پوهيږم چې ستاسې درانه مسؤليتونه به داوږدو ليکنو دلوستلو فرصت نه درکوي خو دلته تاسې ته يو درد بيانوم ، يوه کريکه او فرياد در اوروم ، يو دروند مسؤليت در يادوم ، د يو درديدلي ولس درد، د يو کړيدلي ولس د خوږمن زړه آه او فرياد، داُمت او ملت په وړاندې تاريخي مسؤليت مو مخې ته ږدم . د شاوخوا غالمغال مو لږ کرار کړئ ترڅو په لږ وخت کې ددوه امپراطوريو دوحشت په ژرنده کې د دل شوي غيور ولس د زړه درد واورئ :
دا اوس په نړۍ کې يو منل شوى تاريخي حقيقت دى چې غيورو افغانانو تل د خپل دين او خاورې ساتنه پخپلو وينو کړى، د واک او ځواک ښکرورې امپراطورۍ يې دغرور له هسک بام نه د زوال کندې ته غورځولې .
افغانانو ته دخداي (جل جلاله) ددين ننګه او دخپلواکۍ ساتل له نيکونو او مشرانو نه په ميراث پاتې ده، سره لدې چې افغانان د پرمختللي تخنيک او مادياتو نه خالي لاسي دي خو د ميړانې او قربانۍ په ميدان کې سيال نلري، په الله (جل جلاله) باندې ټينګ ايمان يې د نړۍ هر زورور سره ټکر ته تياروي .
افغانانو تل دننګ ډګر ګټلى، خو متاسفانه ددغو قربانيو او ننګونو لاسته راوړنې او ګټې ډيرې کمي د دوى په برخه شوې، مکار دښمن په چل او مکر سره دوى د خپلې قربانۍ او سر ښندنې ثمر اخستلو ته ندي پريښي، دوى يې د خوښۍ او خپلواکۍ جشن جوړولو ته ندي پريښي، ددوى لا دمه جوړه نه وي چې د هيلو او اميدونو باغ يې تالا شي، د روښانه راتلونکي په تمه دسپيڅلو شهيدانو په وينو بلې شوي ډيوې يې تتې شي چې ښه مثال يې دشوروي يرغل په وړاندې ددې ولس بې ساري قرباني او ځان ځارونه ده چې ټولې نړۍ ته يې ثمره ورسيده خو افغانان ترې بې برخې کړاى شول .
سره لدې چې افغانانو پدې لار کې د هيڅ شي له قربانولو دريغ ونکړ، يو نيم ميليون ککرۍ يې د عرش څښتن ته نذرانه کړې، دخپلو اسلافو تاريخونه يې ژوندي او د بدر، اُحد او……… يادونه يې راتازه کړل، د نړى په اسيرو او محکومو ولسونو کې يې دآزادۍ روح پو کړه او هغوی ته يې داسارت اوغلامۍ دځنيرونو د شلولو درس ورکړ، ولې بيا هم نړيوال استعمار په چل او مکر سره ددغو قربانيو پوره ثمرې اخستلو ته پري نښودل!!
په اُمت کې د اسلامې خلافت د جوړيد هيلې مړاوې شوې، داُمت د مجد او عظمت د اعادې لپاره په پورته شويو قدمونو کې وينه په وچيدو شوه ، دځينو شعارونه درواغجن وختل او کاروان يې په نيمه لار کې پريښود، ددښمن په لمن کې ولويدل، داسلاميت او افغانيت پر لمن د پيغور داغ شول او د ملت سترګو ته يې په خاورو شيندلو سره د حقايقو د پټولو شومې هڅې وکړې.
زمونږ د دردمن ملت دردونه لا په کرار شوي نه وو، د ټپې ولس په ټپونو باندې لا مرهم ايښودل شوى نه وو، دسپيڅلو شهيدانو د ارمانونو غوټۍ مو لا غوړيدلې نه وې، لا دکونډو او بورو سلګۍ ودريدلې نه وې، لا ديتيمانو اوښکې پاکې شوې نه وې، لا په پوليګون او ليلې دښتو کې د ژوندي خښ شويو شازلمو د ناوکيو د اميدونو ډيوې مړې شوې نه وې، لا په هيواد کې مو د اسلام دسرلوړۍ جنډې رپيدلې نه وې، لامو د عزت او وقار په خاورو د خړ پړ مجاهد خولې وچې شوې نه وې، چې صليبي خونړي ښامار په ډير وحشت او غرور زمونږ د هضمولو په تکل د نړۍ له هاغه سر نه را ودانګل او د خپل فرعونيت په ښکاره کولو لپاره يې په ډير کبر او غرور د ( انا ربکم الاعلى) په دعوې سره د ځان لپاره دعصر موسى د راپاڅولو احمقانه جرئت وکړ .
افغان ولس سره لدې چې دومره ټکول شوى وو چې د پورته کيدو او مقابلې توان يې په ځان کې نه ليده، د نړۍ په آسمان يې د يوازې والي او مايوسۍ ويروونکې تورې وريځې او د راروان توپان ويرونکې تالنده او بريښنا ليده خو يو ځل بيا يې د غيرتي الله (جل جلاله) په دين د ننګ او غيرت هوډ وکړ.
هوکې ! دالله (جل جلاله) په لاره کې د ځان ځارولو هوډ، راپورته شو په عصري ټيکنالوژۍ او مادي ځواک سنبال اتومي قوت يې په وړاندې و اوله دوى سره يوازې ايماني قوت و چې د وينې او هډوکو له شيندلو پرته يې بله وسله نه وه .
د قدر وړ مشرانو! پدې ولس کې تاسې د ځان ځارونې او قربانۍ روح پو کړ، دې ولس ته تاسې د عزت او سرلوړۍ لار وښوده تاسې يې نجوم الهدى وګرځيدلى، خو پام چې دا تاسې ته دغرور او لويۍ احساس درنکړي، داپه ځان دالله ( جل جلاله ) ستر احسان وګڼئ چې تاسې يې د نورو په شان له پوهې سره سره له ښوئيدو وساتلئ، تاسې ته يې پدې اغزنه لار کې ثبات او استقامت درکړ، تاسې ته يې د امت د عظمت په لور د خوځيدلي کاروان واګې په لاس درکړې، تاسې ته يې ددې سپيره توپان په وړاندې د ودريد توان درکړ، ستاسې مټې يې په سرښندونکو ځوانانو غښتلې کړې، ددښمن عصري تخنيک يې ستاسې په وړاندې ناچله کړ نړيوالو ته يې يوځل بيا دا حقيقت ښکاره کړ چې ( کم من فئةٍ قليلةٍ غلبت فئة کثيرة باذن الله……..)
دادى نن ګورو چې ددښمن فولادي قوت د ايمان په بټۍ کې په ويلي کيدو دی پښې په ښوئيدو دي، له هاغه پخواني فرعونيت او غرور نه غورځيدلى، مجاهدينو ته دامتيازاتو په قايليدو سره بار بار دخپلو پښو دسپکولو لارې چارې لټوي، خـو ستاسې لپاره له اوسني حالت نه سخت حالت په مخکې دى، له مسؤليت نه ډکه مرحله، داُمت دسرنوشت مــرحله، ستاسې د ثبات او استقـامت د ازميښـت مــــــرحله،دغرور او ځان غوښتنې دبتانو دنړولو مرحله، د تنکيو شهيدانو وينو ته د درنښـــــت مرحله، د ( رُحماء بينهم ) او يو د بل د زغملو مرحله، الهي ستر حکم (واعتصموا بحبل الله جميعاً ولاتفرقوا ته د مننې او غاړې ايښودلو مرحله.
مکار دښمن به بيا بيا د دې ځوريدلي ولس د اميدونو د ډيوې د مړ کولو شومې هڅې کوي د هغوى د توطئو په وړاندې د ثابتو او محكمو غرونو په شان ودريږئ، يقين ولرئ چې د مصيبتونو او كړاوونو څپې د عزم او همت له كمرسره تر ټكر وروسته په شا ځي، د سپيڅلو شهيدانو په وينو د آزادۍ د بلې شوې ډيوې روښانه ساتل ستاسې الهي مسؤليت دى .
ددې ملت وياړلی تاريخ په وينو ليکل شوى تاسې پدې تاريخ کې خپل نومونه په زرينو کرښو وليکئ تر څو راتلونکي نسلونه ستاسې نومونه له ابدالي، غزنوي او ميرويس نيکه سره په يو کتار کې ياد کړي .
د جـهاد علمبردارانو! ددې ولس د دردونو او زګيرويو شپه ډيره اوږده شوه، دوى به څه وخت د نيکبختۍ او آرامۍ روڼ سهـار وويني، لږ غوږ شئ د ملت دزړه درزا واورئ څومره په ناکرارۍ درزيږي، نږدې دى د ولس سينې کې دا ناکراره زړه له ډيرې ناکرارى بې حرکته شي .
آيا پوهيږي ولې ؟
زړونه له ويرې درزيږي، خو ددښمن له ويرې نه ، دخپلو تنکيوشهيد شويو بچو د ارمانونو د نه ترسره کيدو ويره ورسره ده، ويريږي هسې نه الله(جل جلاله) دې نکړي دا ځل بيا کوم ظالم د هغوى ارواوې ناکراره نکړي، څومـــره چې زه يې پيژنم داسې ځوانانو خپلې وينې نذرانه کړې چې د نيويارک او واشنګټن ښارونه يې بيه نشي ادا کولى، لدوى سره د خپلو اولادونو د راتلونکي ويره نه وه ځکه تر شا يې تاسې ليدى، پوهيدل چې تاسې به يې د بچـو اوښکې پاکې کړئ، د هغوى په سر به د مينې او شفقت لاس تير کړئ او هغوى به د خپل پلار کمي حس نکړي، دا ځوانان سپين سرې مور او په ملا کړوپ پلار په ډيرې بې وسۍ او سختۍ رالوى کړل د خپلې ځوانۍ موسم ته یې ونه کتل خپلو ټولو ارمانونو او هيلو ته يې شا کړه، په هغوى پورې يې ډيرې هيلې تړلې وي خو د الله ( جل جلاله) په مينه مستو ځوانانو خپل مور او پلار، وروڼه او خويندې په ژړا پريښودل له ځان نه يې اتوم بم جوړ کړ په خپلو غوښو او هډوکو ېې لندن او واشنګټن ولړځول ،
دوى نور د سپيڅلي قرآن او محبوب پيغمبر (صلی الله علیه وسلم)سپکاوی نشو زغملى هغه پيغمبر چې د دوى لپاره يې خپله وينه هم ونه سپموله دوى هم پرې ننګ وکړ په وينو يې د هغه مبارک ننګه وکړه.
ځوانانو دحنظله ( رضي الله عنه) يادونه تازه کړل پخپلو ځوانو ناوکيو يې د جنت حورو ته ترجيح ورکړه، ددوى د ناوکيو عزت پر ځای و، خو له کوم طرف نه يې د صليبيانو په وحشي پنجو کې د اسيرې شوې مظلومې خور د وامعتصمــــــــــــاه! چيغه واوريده، نو بيا يې ځوان محمد بن قاسم سترګو ته ودريد له ذليل دښمن نه يې دانتقام اخستلو لپاره وينه په جوش راغله ددښمن د ځواک او قوت پروا يې ونه ساتله په خنـدا له مرګ سره ولوبيدل، خپله ځواني يې د امت مجد او عظمت ته سپيلنۍ کړه خـو مغرور دښمن يې په ګونډو کړ .
لوړ همتــــــــــــــه مشرانو !تاسې ددغسې يو ولس لارښوونکي ياست ددوى ټولو يو ارمان دى، يو يې دزړه آه دى، په لاسونوکې قــــــــرآن نيولى او تاسې ته مخې کوي چې دې سپيڅلي کتاب ته وګورئ، زمونږ د نازولو شهيدانو پاکو وينو ته وګورئ، دکونډو سلګيو او د معصومو بچو اوښکوته يې وګورئ، تاسې ته نه يوازې ملت بلکه ټول اُمت سترګې په لاره دى ټولې هيلې او اميدونه يې په تاسې پورې تړلي هغوی ناهيلي او نا اميده نكړئ، خپل لويدلي ولس ته لاس وركړئ او د هغوی لپاره هرې قربانۍ ته تيار شئ، خپلو لاس لاندې ملګرو ته د يو بل د زغملو درس ورکړئ د مسلمان په وړاندې د تواضع درس ورکړئ تر څو الله (جل جلاله) مو سرلوړي کړي، د ورورۍ لاس سره ورکړئ، د يو بل مټې غښتلې کړئ او يو بل ته تکيه شئ، دښمن ته وګورئ چې د احزابو د جنګ په شان يې خپل ټول اختلافات (جغرافيوي، لساني، ديني، عقيدوي او …) شاته کړي او تر يوې قوماندې لاندې د اسلام په خلاف سره يو شوي، خـو ستاسې رب يو، پيغمبر مو يو، کتاب مو يو، دښمن مو يو اوبالاخــــــــره هدف مو هم يو دى، نو راځئ صف او سنګر مو هم سره يو کړئ دا يوالى نه يوازې ددې ولس بلکې د ټول اُمت آرمان دى، او همدا يووالى د راتلونکي په اړه د بې شميره سوالونو لپاره يو ډاډمن ځواب دى، هيله ده اُمت ناهيلى نکړئ، هغوى ته عملي ډاډ ورکړئ، له هر ډول امتياز غوښتلو نه تير شئ او د اُمت د ارمان پوره کولو امتياز ترلاسه کړئ د صحابه ؤ (رضي الله عنهم) په څير له واک اوقدرت نه ځان لرې وساتئ هغه چې ويل به يې: ماته د احد غر را په شا کړئ، خو د مسلمانانو واک او قدرت مه راته سپارئ .
ګورئ پام کوئ چې دا آه او فرياد دبيابان چيغه نشي، ښه ځير شئ الله دې نکړي که دغه ارمان پوره نشو نو ولس به کور په کور ټوټه شي ځکه ددې ولس بچيان د مجاهدينو په هر صف کې شته داسې چې يو ورور د مجاهدينو په يوه ليکه اوبل په بله ليکه کې يا پلارپه يوه او زوى په بله ليکه کې د دښمن مرميو ته سينې سپر کړې الله دې هغه ورځ نه راښيي چې بيا کور په کور ټکر وي او دښمن زمونږ سيل کوي او بيا سبا د الله په وړاندې د سپڅلو وينو ځواب ونشو ويلى.
الله ( جل جلاله) ته مو سوال دى چې د نړۍ د مظلومو پرګنو هغه د اسلامي خلافت د جوړيدو رنګين خوبونه ستاسې په لاس پوره کړي.
لويه خدايه!ستا د دښمنانو په وړاندې د راپورته شوي ايوبي لښکر مټې غښتلې کړه تر څو د صليب غرور مات كړي، د مجاهديــنـــــــــــو صفونه سره يو کړه او دا صفونه له اُبي صفتانو پاک کړه ترڅو زړونه يو بل ته نږدې شي او د ميلونهاؤ شهيدانو ناکراره ارواوې خوشحاله شي. آميــــــــــــن.
١٣٨٩