کور / شعر / زما ښکلي بختوري !

زما ښکلي بختوري !

انجنير عبدالخالق ساپی


زما ښکلي  بختوري
دا خوته ئې 
موږه نه يوو
چي په تا باندي ياديږو
که ته نه   ئې
موږه خواريږو
له  نړی  ځني  ورک   کيږو
دا خو ته ئې
چي په  تا باندې  نازيږو
دغوټې په شان
ستا څانګو کې
غوړيږو او رژيږو
که ته نه ئې
بيا په چا به موږ ټوليږو
بې له تا به  
موږ  د چا سره زيبيږو؟
دا خو ته
سپينه سپوږمۍ  ئې
چي تيارې  شپې دي رڼۍ کړې
که ته   نه  وې
موږ به کوم ځای  نه ډيوې کړې ؟
دا خو ته  ئې
له سکندره بيا تر ننه
چي دي هسکې زمونږ شملې کړې
له امو تر اباسينه
دا خو ته څومره  پخه  ئې
له  قرنو په غم  اخته ئې
له  پنجابه  تر تهرانه
د اغيار په  اور  وريته ئې
دا خو ته ئې
چه ټک  کيږې ﻻ  جګيږې
داغيارپه زړه لمبه او  ﻻ خوريږې
خو د يار په زړه  خوږيږې  ﻻ خوږيږې
مېنتوب  خو ستا له    شانه   سره خوند کا
چي د پيغلو د خولۍ وزي  نازولې
ترانې  خو بلبلي ځکه  وائې
چي سهار  شي  ستا د ميني اواز اوري
د ګودر  پيغلي به ولي نه نڅيږي
چي شپيلۍ ستا د نغمو پرې  ولګيږي
د ادم  رباب  به  هلته  زير  اوبم  کا
چي نغمې دي  د درخو  په  غوږ لګيږي
غليمان  به ولي  نه درومي په مخه
چي هيبت  دي د اواز  ورشي  و  غوږ ته
دا خو ته ئې
زما ښکلي بختوري
چي ښکلا دې  ﻻ خجل کړي ملغلري
ته له شاتو نه خوږه په  خوله  مزه ئې
و اغيارو ته  تر خه  او ﻻ زيږه ئې
ته وفا ته    مي  بقأ ئې پښتو  ژبي
ته مي روح ته  مي  ايمان  ئي نازولي 


 
        ويانا    ۱/۱۱ / ۲۰۰۷