کور / خبرتیا او پيغامونه / په چارسده کې دANP په جلسه د ځانمرګي بریدغندنه

په چارسده کې دANP په جلسه د ځانمرګي بریدغندنه


10.02.2009
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه د ۲۰۰۸ ع کال د فبرورۍپه ۹ نېټه دچارسدې  د شبقدر سره نژدی  د ناكۍ  په علاقه کې د دعوامى نيشنل پارټۍ ANP د ټاکنو د کمپاین په غونډه کی چاودنه یا ځانمرګى برید په کلکه سره غندی ټولو شهیدانو ته د لوی خدای « ج » له درباره د جنت فردوس او ټپیانو ته ئې د ژر او پوره روغتیا غوښتنه کوی او د هغوی له درنې کورنۍ ، ټولو پښتنو او عوامی نیشنل ګوند ANP مشرتابه  سره پدی دروند غم کی ځان شریک ګڼی.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پدی باور لری چې د پښتون قام شعوری دښمنان به د پښتنو په وژلو سره هیڅکله خپلو شومو، موخو ته ونه رسيږی. د پښتون قام او د پښتنو مشران به هیڅوک په داسی غیر انسانی او ناځوانه بریدونو او ولس وژنو د خپل مرام او مقصد څخه په شا نه کړی .



 په درناوی
عزیز سرشار
د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د خپرونو چارو مشر