کور / تازه خبرونه / په خوست کې واورواوسړې هوانولس تنه ووژل

په خوست کې واورواوسړې هوانولس تنه ووژل

دخوست ولايت دقلندرولسوال وويل چې پدې ولسوالۍ كې دوارو اوسړې هواله اوهمدرازديخ له امله رامنځته شويوناروغيونولس تنه وژلي .ددۀ په ويناتردې مهاله پدې ولسوالۍ كې دولت اونړيوالومرستندويه ټولنوله زيانمنوخلکو سره هېڅ ډول مرستې ندي كړي
نوموړي وويل چې خلک دسړې هواله امله درامنځته شوي ناروغۍ له خپريدوڅخه په وېره كې دي اوله اړوندومسؤلينوڅخه ددغې ناروغۍ دژرترژره مخنيوي غوښتنه كوي .دولسوالۍ اوسيدونكيوويلي چې له خوست ښارسره ددوى لارې دواوروله امله بندې شوې ،لدې امله خپل ناروغان كلنيكونوته نشي رسولى اوهمدارازدخوراكي توكيوله كمښت سره مخ هم لاس وګريوان دي .
ددوى په ويناكه چېرې ژرترژره دولت يانړيوالې مرستندويه ټولنې ددوى غم ونه خوري نوتردې به هم له زياتوستونزوسره به مخ شي .
ددغې ولسوالۍ خلكونېږدې يوه اونۍ مخكې خپل غږپورته كړى ؤاودمرستوغوښتنه يې كړې وه ،خوددوى په ويناچې تردې مهاله له هېڅ لوري ورسره مرستې ندي شوي