کابل: دکرکټ انتخاباتي سيالۍ دشمشادپه ګټه پاى ته ورسيدې

65 | جولای 27th, 2010


په کابل کي دکرکټ انتخاباتي سيالي دشمشادلوبډلې په اتلولي سره پاي ته ورسيده
ددغوسياليو په پاي لوبه کي دشمشادلوبډله داتلولي کپ دترلاسه کولوپه موخه داريانالوبډلي سره دلوبي ډګر ته ووتي او دقرعي په ګټلوسره لمړي منډي دشمشادلوبډلي پيل کړي چي په شلوواورنو کي دنهوولوبغاړو په سوزيدوسره يي خپلي سيالي لوبډلي ته د147منډوهدف وټاکه چي په ځواب کي داريانا لوبډلي په نولسواورنو کي دټولولوبغاړو په سوزيدوسره يي 139منډي وکړي اووي نشوکړاي چي ټاکل شوي هدف پوره کړي
ديادوني وړده چي په دغه سياليو کي شمشادلومړي اريانا دويم او المسافي دريم مقام ترلاسه کړ

Copyright Larawbar 2007-2024