کور / تازه خبرونه / پوليسو څلورتنه له وسلې او مهماتو سره ونيول

پوليسو څلورتنه له وسلې او مهماتو سره ونيول

تېره شپه په كابل كې څلور تنه چې يويې ماشوم دى له نهه ميله سپکې وسلې او يوې اندازې مهماتو سره ، چې په يوه هېنو لارۍ کې يې ځاى پر ځاى کړي و د پوليسو لخوا ونيول شول . 
د کابل امنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو مشر مل پاسوال عليشاه پکتياوال خبري رسنيوته ويلي چې په نيول شويو وسلو کې اته ميله کلاشينکوفونه او يو ميل تومانچه ،په زرګونودکلاشينکوف او پيکا مرمۍ ، د کلاشينکوف ٣٢ دمرميو ډک شاجورونه نيول شوي دي .
چارواكوويلي چې يادشوى موټرپه امنيه قوماندانۍ كې دى ،اوله نيول شويوكسانوپه اړه څيړنې روانې دي .
داړومبى ځل ندى چې دكابل په ښاركې داډول كسان نيول كيږي ،لدې مخكې هم څوځله داډول كسان له ناقانونه وسلوګرځولوسره نيول شوي دي .