کور / تازه خبرونه / تركمنستان د بلخ ولايت له زيانمنوسره مرسته وكړه .

تركمنستان د بلخ ولايت له زيانمنوسره مرسته وكړه .

دمرستې پدې توكيوكې زرټنه اوړۀ ،پنځه سوه ټنه ډېزل ،اواته سوه كارټنه دماشومانودپوښاك بېلابېل شامل دي .
نوموړي توكي تېره ورځ دمزارشريف ښارته رارسيدلي اودنوموړي ولايت چارواكيوته تسليم شوي دي .
دتركمنستان هېواد مرستيال ولسمشرانه قربان عاشوروف ديادوشويوتوكيودتسليمولوپرمهال ويلي چې موږدګاونډي هېوادافغانستان په خوښۍ ،دړد اوغم ځانونه شريك بولو،نوكه چېرې دنورې مرستې اړتياوليدل شي موږبه نوره لاسنيواى هم وكړو.
دبلخ ولايت مرستياوالي ظاهروحدت دتركمنستان هېوادله مرستې مننه وكړه او ويې ويل چې افغانستان ډېرداسې ګاونډي هېوادونه لري چې په څوكالونوكې يوپخپل وارسره پدې هېوادكې مثبت اوياهم منفي لاسوهنې كوي ،خوتركمنستان يوازينۍ هېواددى چې په هرډول شرايطوكې يې دافغانستان له خلكوسره نيك اړيكي لرلي دي .
ويل شوي چې دمرستې له توكيوڅخه دبلخ ولايت برخه ددې ولايت دنفتي توكيواوسيلوپه ګدام كې ځاى پرځاى كړاى شوې اوپه نظركې ده چې دڅوارلسونورو ولسواليو اودمزارشريف ښارزيانمنوته به دبېلابېلوكمسيونولخوا ووېشل شي .