کور / تازه خبرونه / منصور داد الله په پاکستان کې وژل شوی.

منصور داد الله په پاکستان کې وژل شوی.

دپاکستان امنیتي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې دطالبانو پخوانی قومندان او دافغانستان دحکومت وسلوال مخالف منصور داد الله یې نن دوشنبه په پاکستان کې لومړی ټپي کړی له ټپ سره سم یې نېولې چې بیا وژل شوی.
منصور داد الله دطالبانو دمشهور قومندان داد الله ورور دی، چې څه موده وړاند ملا محمد عمر مجاهد نوموړی دطالبانو له لیکو ویستلی وو.
منصور داد الله نن سهار په لسو بجو دبلوچستان په سویل لویدیځه سیمه اسماعیلزي په سیمه کې ووژل شو دا ډول له هغه سره پنځه نور ملګري هم نیول شوي دي.
دپاکستان داستخباراتو چارواکو ویلي چې منصور داد الله لومړی ټپي شو روغتون یې یووړ خو هلته له ټپ نه یې ژوند له لاسه ورکړ.
منصور داد الله دخپل ورور داد الله له وژل کیدو وروسته په هلمند کې دطالبانو جګړه ایز مشر شو چې بیا وروسته دطالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې نوموړی دطالبانو اصول پښو لاندی کړی وو چې له تحریک نه یې وویست.