کور / تازه خبرونه / دښوونکو معاشونه غلو يوړل

دښوونکو معاشونه غلو يوړل


ناڅرګندوكسانو چې نظامي يونيفورم يې اغوستى و، د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍد پوهنې مديرت ټول معاشونه پداسې حال كې وړي چې مامورين يې د ويشلو په موخه راټول شوى وو.
د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍد پوهنې مدير حاجي عليم الله عبيدي وايي چې د دوو شنبې په ورځ لس بجې پداسې حال كې چې د يعقوبيو ليسې په ودانۍ كې د ولسوالۍد ټولوليسواوښوونځيو مسوولين د خپلو معاشونو د اخيستنې په موخه راټول شوي وو، يوه ډله وسله وال كسان چې نظامي يونيفورم يې اغوستى وو د ليسې ودانۍ ته وردننه شول، او سم لاسي يې پرې د پيسيو ويشل بندكړل.
 دنوموړي په خبره د دى ولسوالۍ اړوند ښوونكو ټولې څه د پاسه يومليون او دوه سوه زره افغانۍ تښتول شوي دي.
د ليسې يوتن ښوونكي وويل چې له توزيع څو شيبې وړاندې يې د خپل معاش په كچه له يوتن څخه دومره پيسې پور كړې چې اله يې كورته اوړه او غوړي پرې واخيستل.