په کندهارکي به دکمپيوټري تذکرووېش پيل سي

32 | فبروري 11th, 2008


   دوې مياشتي وروسته به په کندهارکي دکمپيوټري تذکروويشل پيل سي


دغه خبره په کندهارکي دثبت احوال نفوس آمرعبدالغني نن په هغه دوې ورځنۍغونډه کي وکړه چي په کندهارکي دکوچنيانو دنوم ليکني او راجستر په اړه دعامي روغتياپه رياست کي  جوړه سوې وه.دده په ويناچي کمپيوټري تذکرې په کابل کي پيل سوي دي اودلته به هم دوې مياشتي وروسته پيل سي دکوچنيانودراجستراوثبت په موخه په جوړه سوې غونډه کي ديوشميرادارو لکه:اطلاعاتواوکلتور،حج اوقافو، عامي روغتيااويونيسف استازوهم ګډون کړىوو،چي هريوه دخپلي ادارې په استازيتوب دنويو کوچنيانو دراجستر د لړۍدستايلوترڅنګ دخپلوهمکاريوهم ژمنه وکړه. 
ديادوني وړده چي دتېريوه کال راهيسي په ټول هيوادکي دکورنيو چارو د وزارت له خوادکوچنيانودراجستراوثبت لړۍپيل سوې ده.چي دانن يې په دې اړه په کندهارکي هم غونډه وکړه . 


 

Copyright Larawbar 2007-2024