کور / تازه خبرونه / بدخشان : يو جهادي قوماندان وژل سوى

بدخشان : يو جهادي قوماندان وژل سوى

په بدخشان ولايت کي يو پخوانى جهادي قوماندان د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري وژل سوى . نوموړى قوماندان محمد خيبر نومېده او تېره ورځ د کشنګ په ولسوالۍ کي د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل سوي د بدخشان ولايت امنيه قوماندان صفي الله زړګى ياده پېښه تائيدوي او وايي چي خيبر هغه وخت ووژل سو چي کله کشنګ ته روان ؤ چي نامعلومو وسلوالو ډزي پر وکړې چي نوموړى پکښي ووژل سو او دوه تنه عام وګړي پکښي ژوبل سوي سول .
د يادوني وړ ده چي تر اوسه په دې اړه کومي ډلي څه نه دي ويلي .