کور / تازه خبرونه / ګېټس : د پټو اسناو څرګندول به بدې اغيزي ولري

ګېټس : د پټو اسناو څرګندول به بدې اغيزي ولري

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس وايي چي دافغانستان د جګړې په اړه د زرونو پټو اسنادو ښکاره کېدل به په دې هيواد کي د امريکايي ائتلافي ځواکونو دپاره ناوړې او بدي اغيزي ولري . ګېټس تېره ورځ په يوه خبري غونډه کي وويل چي دويکي ليکس په کمپوټري پاڼو کي د خپرو سوو راپورونو د امريکا دښمنانو ته د فوځ د تکتيکونو ګټور معلومات ورکړي دي . نوموړي همدا ډول زياته کړه چي د هغو کسانو پر ضد به چي دا اسناد يې څرګند کړي قانوني چال چلند وکړي . نوموړي په دې اړه د امريکا د فدرالي اداري څخه مرسته غوښتې ده .