جولای د امریکایی پوځ تر ټولو مرګونې میاشت سوه

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 30th, 2010


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی نن ولیکل چی کوم درې بهرني پوځیان چی د افغانستان په جنوب کی وژل سوي وو ، درې واړه امریکایان وو .
خو اوس لږ شېبه مخکی اسوشیټیډ پریس خبر ورکړ چی نن درې نور امریکایی پوځیان هم طالبانو په جنوب کی ووژل چی جمعأ شپږ پوځیان سول . خبر زیاتوی چی جولای د امریکایی پوځیانو لپاره د نهه کلن اشغال تر ټولو مرګونې میاشت ثابته سوه ، ځکه په جون کی ۶۰ امریکایی پوځیان وژل سوي وو خو په جولای کی دا شمیر ۶۶ ته ورسېد .

Copyright Larawbar 2007-2024