د امریکا څخه تښتېدلي افغان افسران کاناډا ته اوښتي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 30th, 2010


فایننشیل ټایمز راپور ورکوی چی د هغو ۱۷ پوځی افغان افسرانو څخه چی په امریکا کی یې انګلیسی ژبه او پوځی روزنه حاصلول ، او دوې میاشتی مخکی ورک سوي وو ، څلور یې کاناډا ته اوښتي دي ( دغه خبر لر او بر یوه میاشت مخکی خپور کړی و ) ، متباقی ۱۳ افسران په امریکا کی میندل سوي وو .
د دغو څلورو څخه درې یې په کاناډا کی د مهاجرو په حیث قبول سوي او د څلورم دوسیه په جریان کی ده . قبول سوي درې کسان چی د ټورنټو په سیمه کی اوسیږی نومونه یې دا دي : محمد فتح زاده ، سردار احمدی ، او محمد اعتمادی .
امریکا ځکه د کاناډا څخه خپه سوې ده چی دا څلور کسان د هغوی په نزد د امریکا د قانون تر پښو لاندی کونکي یعنی مجرمین دي خو کاناډا قبول کړل .
خبر زیاتوی چی په تیرو اتو کالو کی ۷۴۵ کسه افغان پوځیان امریکا ته د روزنی لپاره لېږل سوي دي چی زیاتره یې ناکامه سوي او بیرته افغانستان ته استول سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024