یهودي ګروپ د نیویارک د مسجد جوړول وغندل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 30th, 2010


اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی مسلمانان لګیا دي د نیویارک په منهاتن یعنی د وران سوي نړیوال سوداګریزه مرکز تر خوا یو لوی اسلامی مرکز او مسجد جوړ کړی ، خو یو متنفذ یهودی ګروپ ( اې . ډي . ایل ) د دې مرکز او جومات د جوړولو سره کلک مخالفت کوی .
دغه اسلامی مرکز به ۱۳ منزله وی او یو مسجد به هم پکښی جوړیږی او لګښت به یې ۱۰۰ ملیونه ډالره وی . نوموړﺉ یهودي ګروپ ادعا کوی چی یو خو دا اسلامی مرکز او جومات ګواکی د سپټمبر د یوولسمی د قربانیانو خپلوان غمجن او قهرجن کوی او بل دا چی ګواکی د هغه د جوړښت پیسې له کومه کیږی .
خو د نیویارک ښاروال ( مایکل بلوم برګ ) د دې پروژې کلکه دفاع کوی . دا لوی مسجد او اسلامی مرکز د « کوردوبا » کمپنۍ په نوښت او د امام فیصل عبدالرؤوف په زیار جوړېدونکی دی . عبدالرؤوف او د هغه میرمن دیسی خان وایی چی دا عظیم تعمیر به په همدې منهاتن کی د یهودیانو تر مرکز لا هم لوی او بهتر وی .

Copyright Larawbar 2007-2024