کور / تازه خبرونه / کرزى : د تروريزم په وړاندي جګړه دي د افغانستان څخه بهر سي

کرزى : د تروريزم په وړاندي جګړه دي د افغانستان څخه بهر سي

ولسمشر حامد کرزى وايي چي د تروريزم پر وړاندي جګړه دي د افغانستان څخه بهر سي . نوموړى وايي چي د دې جګړې په اړه د ويکيليکس انټرنيټ پاڼي د پټو اسنادو څخه چي پکښي د افغانستان په روانه جګړه کي د پاکستان او ايران هيوادنو د طالبانو سره د ملاتړ په اړه هم ډېر څه ښکاره سوي نو دا روښانه کوي چي د تروريزم په وړاندي جګړه ښه پر مخ ولاړه سي . نوموړي په کابل کي په يوې خبري غونډي ته وويل چي د کلونو راهيسي زموږ و نړيوالو ته دا ږغ دئ چي د تروريزم په وړاندي جګړه دي د افغانستان څخه دباند ي وسي ځکه چي په وينا يې د توريرزم د ساتني او تجهيز مرکزونه د افغانستان څخه دباندي دي .نوموړى دا خبري په داسي حال کي کوي چي د ويکي ليکس انټرنيټ پاڼي د پټو اسنادو په ښکاره کولو کي يو سند دا هم ښکاره کړى چي پاکستان او ايران د طالبانو سره همکاري کوي .