کور / راپور / کندهار : د محبس سره د ١٨ ډوله ماشين الات مرسته سوې

کندهار : د محبس سره د ١٨ ډوله ماشين الات مرسته سوې

د کندهار ښار د محبس د بنديانو سره د اتلس ډوله ماشين الآتو مرسته وسوه په يادو ماشين الاتو کي د خياطۍ ، ګلدوزۍ او فلزکارۍ دپاره ماشينونه موجود دي چي په وسيله به يې درې سوه تنه بنديان ډول ډول زده کړي وکړي .د کندهار د زندان مسئول وايي چي دا مرسته د کندهار د ولايتي بيا رغوني يا پي . آر . ټي له لوري ورسره سوې . نوموړى وايي چي د دې ماشينونو په واسطه به بنديان د ښه کسب خاوندان سي او د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته به دخپلي کورنۍ او ټولني دپاره به د چوپړ مصدر وګرځي .