کور / سپورټي / کندهار : شېرزي لوبډله د عالم پايند په وياړ د ټورنمينټ اتله سوه

کندهار : شېرزي لوبډله د عالم پايند په وياړ د ټورنمينټ اتله سوه

د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کي دعالم پايند په وياړ د روان ټورنمينټ چي د فراه ، کندهار ولايتونو او د پاکستان هيواد د بلوچستان ايالت د چمن ښارګوټي څخه د راغلي لوبډلي تر منځ ترسره سو او شپږ ورځي يې جريان وکړ چي پاى لوبي ته يې د کندهار ولايت د عينو مېني او شېرزي په نامه لوبډلي ووتې او په دې پاى لوبه کي د شېرزي لوبډلي لومړى مقام تر لاسه او د روان ټورنمينټ اتله لوبډله اعلان سوه ياده لوبه چي د ډيرو نندارچيانو له لوري ننداره او په چکچکو بدرګه کېده د مازديګر تر لمانځه وروسته پېل او د ماښام لمانځه ته پاى ته ورسېده او د لوبي د پاى په شېبو کي و تکړه لوبه کوونکو ته د حاجي تور جان له لوري نقدي جايزې او مډالونه ورکول سول .
د يادوني وړ ده چي په کندهار ښار کي دوولس ورځنى د والي بال انتخاباتي ټورنمينټ هم پيل سوى .