کور / کیسه / ســــــــــــــر زوره

ســــــــــــــر زوره

یادونه : دا د لیکوالي “جیلیین فیلیف” یوه ډرامه ده .
د ژباړلو نېټه :     ۲۰۱۰ – جولای ۳۰ –  جمعه

ډېره ښایسته هوا ده او لمر ځلیږي .
لارس لـوړ ګوري .
نن د ختلو لپاره ډېره ښـه ورځ ده، خو فرانک بیا د ښې هوا په کیسه کي نه دئ .
فرانک ته ختل مهم نه دي، صرف هګۍ یې پکار دي .
فرانک له یوې غټي ډبري سره پر تناو راځړېږي . هغه اوس لکه سپایډر مېن داسي معلومېږي.
لارس او فرانک له دوو اونیو راهیسي په سکاټلنډ کي دي.د دوی فکر دا دوې اونۍ دومره خسته کُني وې، چي ته وايې پای یې نه درلود .

لارس کامره ګوري، چي سمه ده که یا. د کامرې مرکزي ټکی پر فرانک برابر دئ. دا باید همداسي پر فرانک ولاړ وي،ځکه فرانک وايي خپل ځان يې په کامره کي خـورا ډېر خوښ دئ.
علاوه پر دې به فرانک دا عکاسي کله – کله ګوري او که چیري عکاسي سمه نه وي راغلې، نو بیا درد ورځـي.

خوشبختانه چي فرانک د رښتیا کاکا نه دئ.
فرانک د لارس د مـور ملګری دئ. دا چي لارس فرانک ته “بابا” يـا “آغـا” نه سي ویلائ، نو یې بايد “کاکا” وبولي.
د لارس په اند دا یو احمقانه کار دئ، خو په هر حال تر “آغا” بیرته دغه نوم ښه دئ .
لارس به هیڅکله فرانک د “آغا” په نامه ونه نوموي، هغه به په خپل ژوند داسي کـار ونکړي .

لارس په یوه دربین کي هوا ته ګوري او د یوشي په لټه دئ .
هغه ډېر لوړ یو ټکی ولیدئ، چي یو نارینه بـاز وو. که چیري دابـاز یو څه کښته په هوا واى، نو یې ډېر ښه لیدلائ سوائ .
دا مرغه یو څه نـا آرامه ښکاري.
لارس وروسته هغه مرغۍ ته وکتل، چي پر ځالګۍ ناسته وه . ددې مرغۍ هګۍ تـر هغې لاندي پرتې دي. خو مرغۍ ناڅاپه وزرونه سره وتپول. بس نو خامخا یې فرانک ولیدئ، چي داچم یې وکړ; معنی دا چي اوس کیسه خرابه او خطرناکه کیږي .په دې نو دا حیوان هم پوهیږي، چي څه کیـسه ده . هغـه وو چي مرغۍ د ځالګۍ څخه په هوا سوه .

لارس بیا په دربین کي فرانک ته وکتل . فرانک پر یوه انافي رنګه تناو راځړېږي، تناو پر یوه غټه ډبره تړلئ دئ.
تناو ښوري، خو شکیږي نه .
فرانک په عیني حال کي پر خپلو شیانو هم پـام کوي.
فرانک ته د هګیو پلټل یو ډېر مهم کار ايسي او لارس باید تـل مرسته ورسره وکړي .

ددوی اوس دریم ځل دئ، چي په پسرلي کي سکاټلنډ ته راځي.
کاکا وايي، چي دى هګۍ د خپل ځان لپاره راټولوي او دا کار يې شوق دئ، د پيسو د ګټلو په خاطر يې نه کوي، خـو کاکا خپله هم پوهیږي، چي درواغ وايي، ځکه دى دغه هګۍ په ډيرو پیسو پلوري، کنې هيڅکله به يې دا خـوارۍ پر ځان نه تېرولائ .

فرانک چي هر څومره پیسي ګټي خپله یې ساتي، چي مور يې د کورد سودا لپاره د پیسو غوښتنه ځني وکړي، دى دستـي په غوصه سي.
وروستی ځل چي یې مور پيسې ځني غوښتې وې، ده وهـلې وه، اوس نو هغه خوارکۍ هم دپیسو نوم پر خوله نه راوړي .

بـاز په هوا دئ او پر فرانک راګرځي.
مرغۍ بې اندازې زیاته ډارنـه ده او د ده پرخوا ور ټيټه سوه. په دې حال کي مرغه هم پر دېخوا راپه هوا سو . خـو فرانک هیڅ نه بیریږي، په ډبري پوري یې ځان ونښلوئ او په دې سره د مـخ دفـاع کوي .
کاکا و مرغانو ته نه ګوري، په ډېر احتیاط مخته ځي او په تاخچه کي د ځـالګۍ پر خوا ور روان دئ .

لارس بیـا په دربین کي وکتل، نوي هګۍ يې وليدې .

فرانک تېره اونۍ هم بازانو ته راغلئ و او ټولي هګۍ یې واخیستې. کـاکـا په دې خبر و، چي هغه مرغۍ بیا نـوري هګۍ اچوي .
– کاکا وویل : “مرغۍ بل کار نه کوي بېله هګیو. راتلونکې اونۍ بیا راځم او هګۍ وړم . ”
لارس و فرانک ته په ډېـر درد او قهر وکتل. دا ښه کار نه دئ.
شيرين کاکا په قهر سو او لارس يې په چپلاخه هم وواهه، چي له امله یې غـوږ تک – سور سو. د لارس سترګي د اوښکي ډکي سوې،خو ويې نه ژړل .
لارس د ژړا هلک نه دئ . د هغه مور هر وخت ژاړي، خو دى وايي ژړا بې معنی شی ده. خـو فرانک لا وهل نه بس کوي او لغتي پسي غورځوي .

لارس یو څه نفس تنګى سو او په دربین کي ګوري . دا مهال فرانک د څنګ خوا ته خیژي او ځالګۍ ته نژدې دئ .
د لارس په نظر کاکا یو قسم سراښ دئ، هـر شی غواړي .
دا خو ښه کار نه دئ، چي هغه یو ځلي د تیري اونۍ هګۍ واخیستې او اوس بیا ددې اونـۍ دا اخـلي.
د بازانو هګۍ سور بخونه نصواري رنګ او تور ټکي لري، چي خورا ښه ايسي.
فرانک دا هګۍ ولي وړي ؟
ولي یې هيڅ وخت ونه ویل چي نـور بس ده، نه یې وړم ؟
هغه بازان به ددې څخه وروسته نوري هګۍ نه سي اچولائ . د نورو هګیو اچولو لپاره په دې کال کي وروستي وختونه رارسېدلي دي.

کله – کله فرانک ته زنګ راسي . چي خبري کوي، نو د هګیو په اړه وي . نوموړی ډېر د رازه ډکي خبري کوي او د خبرو پر مهال یې سترګي غټـي سي. د لارس په انـدپه سترګو کي یې د یـورو نښي راڅرګندي سي .
بیا نو وايي چي زه د هګیو کار د پیسو لپاره نه کوم، بلکي دا مي شوق دئ .
آوه خـود، نو ته وا دا به رښتیا وي؟

لارس کولائ سي، چي پولیس خبر کړي او هغه زیاتره وخت په دې اړه فکر کوي چي که پولیس خبر سي، نو به فرانک بندي کړي .
فرانک څو واره بندي سوئ دئ، زیاتره وخت يې کیسې وي، خو ډېر وخت نه، فقط یو څو میاشتي بندي سوئ وي.
که فرانک خبر سي، چي لارس نوموړی پولیسو ته په لاس ورکړئ دئ، نو به بیا لارس ریـږدي .
لارس فکر کوي که فرانک خبر سي، دستي يې وژني .
بيا وايي يـا، خو دا کار له بازانو سره هم ظلم دئ، چي هغه یې کوي .
لارس باید د مور او ځان په اړه فکر وکړي.
اوس نو په بازانو خوارکیانو سړی څه وکړي . افسـوس، افسوس .

لارس بیا و کامرې ته وکتل . کامره سمه ده او ټول شیان یې برابر دي . په دې وخت کي يې پښې سره وغځولې .
دې ځای ته راتګ هم والله ډېر وخت ونیوئ .
لارس د فرانک لپاره د غره پر یوې ټوټې تناو وتړئ او وروسته د کامرې سره لاندي ولاړئ .
فرانک د ختلو کالي واغوستل او کمربندونه یې وتړل ، تناو یې وکتئ چي سم دئ که یا او په آرامي سره لاندي کښته سو .
دا ځلي عکاسي په ځانګړې توګه د فلم دپاره ده او په دې توګه کاکا خپلي خطرناکه مېلې، چي ساعت تېری هم لري، له ځان سره ساتي .
– فرانک تل په فخر سره وايي : ” زه هم داسي يم عیني لکه جېمس بونډ. ”
هر څه سم منظم سوي دي.

لارس ویني، چي فرانک د ځالګۍ پر سر ځړېږي او بازان شاوخوا پر راګرځي. د هګیو اخیستو ته کم وخت پاته دئ.
لکه د تېر وار په شان، باید فرانک یو بل جمپ ووهي . کاکا د ډبري څخه ځان را لیري کئ او په تناو ځړېږي .

بـازان خوارکيان!
لارس نه غواړي چي بازانو ته وګوري .
لارس دربین پر پورتني ټکي برابر کړئ .
سور تناو په ډبري پوري ټينګ نښتئ دئ .
لارس له ځان سره وايي، ته چي وا تناو به وشکیږي . هغه ستمیـږي، یـو دم وډارېدئ، تیار لکه برق چي يې ونيسي.
تناو سړي ته تـلوسه وراچوي، ځکه هغه په هوا کي راځړيږي، یودم شکېدلائ سي.
تناو د مار په شاني دوري – هوري کیږي .
لارس غواړي چیغه کړي، خو بیرته یې تر ستوني تېره کړي .
خو فرانک نه لوېږي .هغه اول کیڼ لاس او ورپسې راسته لاس ټینګ په ډبري پوري ونیوئ .
لارس نور د تنفس کولو جرئت نه لري .
– فرانک ناري کړه: ” لارســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ! ”
لارس بېله شکه مرسته ورسره کولائ سي ، هغه کولائ سي لوړ وخیژي، تناو ونیسي او ددوهم ځل لپاره یې ټینګ په ډبره پوري وتړي .
په اصل کي لارس بايد دا کار هم پسي وکړي، خو اوس يې ځان غـلـی کړئ دئ . لاس يې د جېب پر چاړه راتېر کئ.
بيا یې دربین راواخیستئ .

– فرانک لا نارې وهي : ” لارســـــــــــــــــــــــــه ! اې احـــــــــمــــــــقـــــــــــــه … ”
د کاکا پښې راځړيږي او د وارخطايي څخه یې د لاس ګوتي ریږدي . د پښو د ايښېدو او مرستي لپاره یې ډېر کم چـانس سته .
لارس ساه وکښه .

نـابـبـره مرغۍ پر فرانک را په هوا سوه او د یوې چاړې په څېر راولوېده .
آیا د مرغۍ وزر د فرانک څخه ونښتئ ؟
که څه هم د لارس سره دربین دئ، خو نه یې ویني .

فرانک چــــــــــــــــــــــیغـــــــــي کړې،
او بــــــــــــــــیـــــــــــــــا …
د هغه ګوتي ځني را لیري سوې . نوموړي په چابکي سره د یو شي د نیولو کوښښ وکړ، خـو هغه
په هیڅ شي پوري ځان نه سي ټینګولائ .
هغـه وو، چـي راولوېـدئ .