کور / تازه خبرونه / کابل : د امريکا سفارت د کابل پر پرونۍ پېښه خواشيني وښووله

کابل : د امريکا سفارت د کابل پر پرونۍ پېښه خواشيني وښووله

د امريکا سفارت د کابل پر پرونۍ ټرافيکي پېښه کي دوژل سوو کسانو پر مرګ خواشيني څرګنده کړې . نوموړې ترافيکي پېښه تيره ورځ هغه مهال د کابل د هوايي ډګر پر سړک رامنځ ته سوه چي کله د بهرنيانو يو موټر د ملکي موټر سره و جنګېدى چي په پايله کي يې څلورو عامو وګړو خپل ژوند له لاسه ور کړ . په نوموړې خبر پاڼه کي ياد بهرنيان د يوې شخصي کمپنۍ ډاينکورپ غړي ښودل سوي . ډاينکورپ يو امريکايي شرکت دى چي په افغانستان کي بهرنيو سرتيرو ته لوژستيکي توکي برابروي
د يادوني وړ ده چي تر پېښي وروسته د سيمي خلکو د بهرنيانو دوه موټرونه وسوځول .