کور / تازه خبرونه / د ANP ګوند پركانديد باندې ځانمرګۍ بريد وشو

د ANP ګوند پركانديد باندې ځانمرګۍ بريد وشو

قبا ئيلي سيمه شمالي وزيرستان كښې  دعوامي نيشنل ګوند پركانديد باندې  ځانمرګۍ بريد وشو چې  له امله يې  دځانمرګي بريد ګر په شمول ټول 8 تنه ووژل شول او ديارلس تنه ژوبل شول په ژوبل شوو كښې يو ولس تنه د ميرعلي روغتون ته رسول شويدي .


دځائي انتظاميې  د وينا ترمخه تيره ورځ  د دوو بجو په وخت دشمالي  وزيرستان د تحصيل ميرعلي  ياكلي عيد ك كښې يوځانمرګۍ  بريد وشو بر يد ګر خپل  موټر دعوامي نيشنل ګوند دكانديد نثار د موټر سره څيرمه والوزولۍ د چارواكو په وينا دڅو كسانو حالت د پام وړ بلل  كيږي  د عيد ك يوه تن اوسيدونكي او ځائي  ژورناليسټ بى بى سي اته وويل  چې  په بريد كښې دوه تنه مهم كسان مهم وزل شويدي چې  په هغه كښې  د عوامي نيشنل ګوند پخواني  ايالتي  مشر حاجى انورشاه او ملك بخت الدين  شامل دي خو په بريد كښې  د قومي  امسبلۍ  كانديد نثار خان  ته كوم زيان ندۍ  رسېدلۍ.