کور / تازه خبرونه / د پاكستان سفير بې دركه شو

د پاكستان سفير بې دركه شو

د پاكستان سفير بې دركه  شو


د افغانستان  د پاره پاكستانى سفير طارق عزيز الدين په خيبر ايجنسۍ كې بې دركه شوى دى.


د يو راپور تر مخه نن دوشنبه د فروري د مياشتي په 11  نېټۀ د افغانستان د پاره د  پاكستان سفير په داسي حال كې ترى تم شو كله چې هغه له پېښور څخه د كابل په لور باندي روان وو له نوموړي سره  د هغه دوه ساتونكي  اويو  موټر چلونكى هم بې دركه شوي دي .


دا سي ويل كېږي چې له پېښوره  تورخم ته چې كومه تللې لاره ده د علي مسجد په  شاو خوا سيمه كې نو دلته  دوى بې درك شوي دي كه څه هم په تورخم كې د افغانستان امنيتي ځواكونه  د دوى په انتطار كې ولاړ ووخو هغه نه ورورسېدو . په خيبر سيمه كې پاكستاني ځواكونو ويلي دي چې دوى د هغه له راتګ څخه هيڅ خبر نه و نو له دې كبله  خو هغه د ښاغلي طارق خبرنه  رښتيا ګڼلى شي اونه  ورڅخه انكار كوي ،دا هم ويل كېږي چې د پېښور نه  چې تورخم ته كومه لويه لاره تللې ده نو دا لاره تر نامعلومه وخته پوري  د هر قسم تګ راتګ د پاره تړلى شوې ده