کور / کتاب / د خليل الله خليل دېوان چاپ سو

د خليل الله خليل دېوان چاپ سو

د کندهاري شاعر ښاغلي خليل الله خليل دېوان په ښکلي صحافت او ډيزان په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ او خپور سو، نوموړی دېوان چي ۲۳۵ مخونه لري د ليکوال د سريزي سره د پښتو د تکړه څېړونکي ښاغلي محمدمعصوم هوتک ليکنه هم پر سوې، چي د کتاب ارزښت څرګندوي. ښاغلی خليل دا مهال د وطن څخه ليري د امريکا د متحده ايالاتو د الاسکا په ښکار کي د پردېسۍ شپې ورځي تېروي، په نوموړي دېوان کي د اجتماعي او تاريخي موضوعاتو تر څنګ ښاغلي خليل د وطن په باب هم سوځنده نارې کړي، چي لوستل يې د هر پردېس وطنوال تنده ماتوي.