کور / تازه خبرونه / بغلان : د درو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

بغلان : د درو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو

په بغلان ولايت کي د درو شکمنو کسانو د نيولو خبر ورکړل سو . د بغلان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي ياد کسان يې د طالبانو سره د تړاو په تور نيولي . د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل چي د نصر الله په مشرۍ يوې ډلي چي طالبانو يې ملاتړ کاوه د خنجان د ولسوالۍ په اړونده سيمو کي د يوې مياشتي راهيسي فعاليت کاوه او خلک يې زورول چي د نن ورځي په عملياتو کي چي د دوى د پوليسو له لوري په کار اچول سوي ول او څه باندي شپږ ساعته يې دوام و موند درې کسان يې و نيول سول او خپل نصرت الله په تېښته بريالى سوى .