کور / تازه خبرونه / د ټاکنيزو شيکايتونو خپلواک کمېسيون ٦٨ نوماندان جريمه کړل

د ټاکنيزو شيکايتونو خپلواک کمېسيون ٦٨ نوماندان جريمه کړل

د ټاکنيزو شيکايتونو خپلواک کمېسيون ولسي جرګې ته اته شپېته نوماندان چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د تګ لاري خلاف يې په منع سوو ځايونو خپل انځورونه لګولې ول اته زره افغانۍ جريمه کړل دا سرګندوني د ټاکنيزو شيکايتونو خپلواک کمېسيون غړي او وياند نن په کابل کي يوې خبري ناستي ته وکړې نوموړي وويل چي دا پرېکړه يې دټاکنو د خپلواک کمېسيون د ټاکنيزو مبارزو د دولسمي مادې پر بنسټ کړې ده په دغه ماده کي راغلي چي نوماندان نسي کولاى چي د خپلو ټاکنيزو مبارزو مواد د واکمنو مقاماتو يا مالکانو د اجازې پرته د دولتي يا شخصي ملکيتونو په مربوطاتو کي وځړوي يا يې هم نندارې ته کښېږدي . د نوموړي په وينا چي هر جريمه سوى نوماند مکلف دئ چي اته زره افغانۍ نقدي جريمه ورکړي .