کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت : د يو لړ طالبانو او وسلو د نيولو خبر ورکړ

دفاع وزارت : د يو لړ طالبانو او وسلو د نيولو خبر ورکړ

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي يو لړ طالبان او يوه کچه وسلې يې نيولي . د نوموړي وزارت په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان يې په زابل او خوست ولايتونو کي نيولي . او همدا ډول نوموړې اعلاميه وايي چي د هلمنداو کندهار ولايتونو په ګريشک او ارغنداو ولسواليو کي يې څو کړۍ ښخ سوي ماينونه کشف او له منځه وړي دي .