د ناټو یو عسکر وویشتل سو
ناټو خبر ورکړ چی طالبانو نن د افغانستان په جنوب کی یو بهرنی پوځی وویشت او ځای پر ځای یې وواژه خو نور تفصیل یې ورنکړ . دا د اګسټ پر لومړۍ نېټه لومړنی بهرنی عسکر دی چی وژل کیږی .
په جولای کی ۸۹ بهرني پوځیان وژل سوي چی ۶۶ یې امریکایان وو .