د ډنډ ولسوال د بلندي د كلي د وضعيت څخه د نژدې ليدنه وكړه

د لراوبر اداره | اگست 1st, 2010


د ډنډ ولسوالى ولسوال حاجي حمدالله نازک د پنجوايي ولسوالى پر پوله پراته کلې بلندې څخه ليدنه وکړه او د سېمي د خلکو سره يې د امنيت په اړه خبري وکړې.

د ډنډ ولسوال د سيمې خلکو ته په خپله وينا کي وويل (( امنيت د ټولو چارو لپاره لومړنۍ شرط دى، په كم ځاى كي چي امنيت نه وي هلته به هيڅ پرمختګ رامنځ ته نه سي نو له همدي امله ضرورده چي تر هرڅه وړاندي امنيت ته پام وسي

ولسوال زياته كړه امنيت هغه وخت راتلاى سي چي خلک او دولت په ګډه کار وکړي او په ګډه په خپله سيمه كي په خپله امنيت راولي.

ولسوال له سيمه ايزو خلکو غوښتنه وکړه چي خپلو سيمه ايزو پوليسو ته د هرډول شکمنو کړنو او شکمنو کسانو په اړه معلومات ورکړي څو په دې سره ديادو پېښو مخه ونيول سي.

د ډنډ د ولسوال سره په دي سفر کي د پنجوايي ولسوال حاجي باران هم ملتيا کول هغه هم د بلندي د کلي د اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چي بايد د سيمه ايز دولت سره د امنيت په ټينګښت کښې ونډه واخلي او په دې ډول په سېمه کي د بيا رغوني کارونو ته لاره هواره کړي.

په ياده غونډه کې د سېمي د خلکو په نماينده ګې د يادي سيمي د شورا او کلسټر(دڅو كليو يوځاى والى) رئېس حاجي داود خان هم خبري وکړې ا وويل((

زه له سيمه ايز حكومت څخه مننه كوم چي زموږ سره يې په سختو شرايطو كي هرډول همكاري كړې.))

داود خان د خلکو په نمايندګي ژمنه وکړه چي دوى به د يادي سيمې په امنيت کي د دولت سره اوږه پر اوږه دريږي او د خپلي سيمي د بيارغوني کارونه به ګړندي کوي او هڅه به کوي چي د سيمي ټول ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

بلندى د ډنډ او پنجوايي ولسواليو تر منځ پروت کلى دى چي پکښي په دې وروستيو کي ناامنه پيښې زياتي سوي او کله ناکله پکښي پر دولتي او غيري دولتي وګړو چاودني كيږي.

د يادونې وړده چي د ډنډ ولسوال څه موده وړاندي ددې ولسوالى يوه بل نا آرام کلي ګورګانو ته هم د ښه امنيت راوستنې په موخه سفر کړى وو او د سيمې له خلکو سره يي ليده کاته کړي وه چي ښې مثبتي پايلې يې درلودې.

Copyright Larawbar 2007-2024