کور / تازه خبرونه / زابل : د ماين په چاودنه کي درې ملکي وګړي ووژل سول

زابل : د ماين په چاودنه کي درې ملکي وګړي ووژل سول

د کندهار او کابل پر لويه لاره درې تنه ملکي وګړي ووژل سول . نوموړي کسان هغه وخت ووژل سول چي کله يې مازدا موټر د شاه جوى ولسوالۍ په اړونده يوه سيمه کي د سړک د غاړي پر يوه ښخ سوي ماين وخوت . د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار وايي چي تېره ورځ شاوخوا يوه بجه د زابل د شاه جوى ولسوالۍ اړونده سيمه کي د ملکي وګړو موټر پر ماين وخوت او پکښي سپاره درې تنه ووژل سول .