ننګرهار:چاودنې سلاکار وزيرپه ګډون 7تنه ټپيان کړل

65 | اگست 2nd, 2010


د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير وحيدالله سباوون په ننګرهارکې ديوې چاودنې له امله ټپي شو.
دننګرهاردوالي وياند ددغه خبردپخلي ترڅنګ لروبر ته وويل ياده پيښه نن د دوو بجو په شاوخوا کې دجلاابادښاردمياعمر ليسې ته څيرمه په يوه رکشه کې دځاى پرځاى شوې چاوديدونکو توکو دچاودنې له امله رامنځ ته شوي .
نوموړې زياته کړه دچاودنې له امله دښاغلې سباون په ګډون اوه تنه ټپيان شوي چې دعامي روغتياروغتون ته د درملنې په موخه استول شوي چې دټولو روغتيايي وضعه د ډاډ وړده .
تراوسه کومې ډلې ددغه چاودنې مسؤليت پرغاړه نه دى اخيستى .
په ريکشه کې دځاى پرځاى شوې چاوديدونکو توکو له امله دغه چاودنه په داسې مهال ترسره کيږي چې په جلال ابادښارکې په سلګونو ريکشې شتون لري چې خلک يې له ستونزوسره مخ کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024