کور / تازه خبرونه / زابل : اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل : اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په زابل ولايت کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ دوه تنه امنيتي ساتونکي ووژل سول او پنځه نور ژوبل سول نوړي کسان د طالبانو له لوري په يوه وسلوال بريد کي چي تېره ورځ ترسره سوي وژل سوي او ژوبل سوي دي . د زابل د والي وياند محمد جان رسوليار ياده پېښه تائيدوي او وايي چي ياد کسان تېره ورځ د ميزاني په ولسوالۍ کي وژل سوي . د طالبانو وياند د دې پېښي مسئوليت پر غاړه اخستى او وايي چي په ياد بريد کي يې درې ساتونکي وژلي او د هغوى وسلې يې د ځانه سره وړې .
د يادوني وړ ده چي په زابل ولايت کي ډېر وختونو د شخصي کمپنيو امنيتي ساتونکي د طالبانو په مخامخ بريدونو او يا د سړک د غاړي په ښخ سوو ماينونو کي وژل او ژوبل کيږي .