کور / تازه خبرونه / دفاع وزارت : د هالنډي سرتيرو وتل به منفي اغيزي ونه لري

دفاع وزارت : د هالنډي سرتيرو وتل به منفي اغيزي ونه لري

د دفاع وزارت وايي چي د هالنډي سرتيرو وتل به د افغانستان پر امنيتي حالاتو منفي اغيزي و نه لري . ځکه چي د دوى په مقابل کي د ناټو سازمان او يو لړ نورو هيوادونو افغانستان ته د اضافي سرتيرو د را استلو ژمنه کړې او ياد سازمان د افغانستان امنيتي ځواک پر پښو درولو ته ژمن دئ . د دفاع وزارت دا څرګندوني وروسته تر هغه کوي چي د افغانستان په سهېل روزګان ولايت کي نژدې دوه زره مېشت هالنډي سرتيري د تېره ورځ د افغانستان څخه ووتل . که څه هم چي د افغانستان په ځينو ولايتونو کي امنيتي حالت مخ پر خراپېدو دئ خو د دفاع وزارت د هالنډي سرتيرو وتل بې اغېزه بولي .