فراه : د ٢ طالبانو د وژل کېدو او ٣ نور د ژوبل کېدو خبر ورکړل سو
عطاالله محمدي
په فراه ولايت کي سيميز امنيتي چارواکي وايي چي په ياد ولايت کي يې دوه تنه طالبان وژلي او درې نور يې ژوبل کړي . نوموړي چارواکي وايي چي ياد کسان د يوې نښتي په ترڅ کي وژل سوي او ژوبل سوي دي د فراه ولايت د امنيت آمر سمونوال محمد عيسى ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په ياده نښته کي د دوى له اړخه هم يو عسکر سربېرن ژوبل سوى چي د درملني په موخه سيميز روغتون ته وړل سوى .