کور / تازه خبرونه / هرات : پر ملي اردو چاودنه سوې

هرات : پر ملي اردو چاودنه سوې

په هرات ولايت کي د ملي اردو پر سرتيرو د سړک د غاړي يوه ښخ کړل سوى ماين چاودلې چي پکښي دوه تنه د ملي اردو سرتيري ژوبل سوي . په لوېديځ کي يوه امنيتي مقام د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل چي ياده پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله نوموړى رېنجر موټر د توري غونډۍ څخه د هرات پر لور روان ؤ چي د طالبانو له لوري ښخ کړل سوى ماين پر وچاودېد، موټر يې تخريب او دوه تنه پکښي ژوبل سول .نوموړى مقام همدا ډول زياتوي چي ژوبل سوي سرتيري د تورغونډۍ روغتون ته د درملني په موخه وړل سوي .
د يادوني وړ ده چي تر دې دمه په دې اړه طالبانو څه نه دي ويلي .