کور / تازه خبرونه / د کوچيانو مشرانو د کابل په پېښه کي د ملاتره خېل لاس لرل رد کړل

د کوچيانو مشرانو د کابل په پېښه کي د ملاتره خېل لاس لرل رد کړل

د کوچيانو سلګونو مشرانو د کابل د زمري يا اسد پر دريمه د ملکي وګړو وژل کېدل او ژوبل کېدل چي حکومت يې د ملاتره خېل کوچي چي په ولسي جرګه کي د کوچيانو استازى دئ کار بولي رد کړ او دا يې د هغه پر خلاف يوه سياسي توطيه وبلل . او وايي چي په ياده پېښه کي نوموړى هيڅ ډول لاس نه لري . پر نوموړى تور دئ چي د پل خشتي په سيمه کي د نوموړي امنيتي ساتونکو د يوې ترافيکي پېښي وروسته پر ملکي وګړو ډزي وکړې چي په پايله کي يې دوه تنه ملکي وګړي ووژل سول او اووه تنه نور ژوبل سول دا خبر لراوبر د چهارشنبې په ورځ خپور کړى ؤ . پخپله ملاتره خېل په جوړه سوې غونډه کي وويل چي د پيښي پر مهال يې ساتونکي حاضر ول خو يوه هم ډزي نه دي کړي .