کور / راپور / کندهار : د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

کندهار : د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

په کندهار ښار کي د دوو ښوونځيو تېمورشاهي او عينو ليسې چي د نهه لکو امريکايي ډالرو په ارزښت به جوړي سي نن يې د کندهار والي توريالي ويسا ، د کندهار ولايت د ښووني او روزني ولايت رئېس نجيب الله احمدي ، د کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي او يو لړ نور لوړ پوړي دولتي او نادولتي چارواکو په موجوديت کي د بنسټ ډبره کښېښوده . نوموړي ودانۍ د کندهار ولايت مقام د ودانۍ شاته په نړول سوي مزليانو سراى کي جوړيږي چي د کندهار ولايت د والي په وينا چي مالي لګښت يې د کاناډا هيواد د سيډا په نوم مرستندويه ټولنه پر غاړه لري او ټول کار به يې په اتو مياشتو کي بشپړ سي . نوموړي همدا ډول وويل چي په دې سره به د زده کوونکو پر مخ د ځاى د نستوالي پرتې ستونزي هم تر يوې کچي هواري سي .