کور / تازه خبرونه / ملا منصور دادالله نيول شوی دی

ملا منصور دادالله نيول شوی دی

 
  
 کابل/اسلام آباد: د طالبانو يو پخوانی مشهور قوماندان ملا منصور ، چې د طالبانو د مشر ملا عمر لخوا ايسته شوی وو، په کويټه کې نيول شوی دی.


دغه خبره  په کابل کې افغاني مقاماتو کړی ده. امنيتي کړيو په کابل کې ويلی دی، چې دغه کار نن د کويټي په ښار  کې تر سره شوی دی.
منصور دادالله تير کال د می په مياشت کې د خپل ورور ملا دادالله له وژلو څخه وروسته، ځان د هغه جانشين د نظامي مشر په توگه ونوماوه.
خو د تېر کال دسمبر په مياشت کې طالبانو يوه اعلاميه خپره کړه، چې پکښې راغلی،  ملا دادالله د ملا عمر لخوا له خپلې وظيفې څخه ايسته شو، ځکه چې ده اوامر نه منل
 

.