کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان حکومت روسي پانګوالو ته اسانتياوي برابروي

افغان حکومت روسي پانګوالو ته اسانتياوي برابروي

ريانوستی


افغان حکومت تياردی روسې پانگوالوته زياتي اسانتياوی برابري کړي 


دافغانستان حکومت اماده گی  ښودلې چي دروسی سوداگراواوسرمايدارو لپاره به  پدې هيواد کې لازمي اسانتياوی  برابري کړي  .


پدې هکله دجنوری پر ۲۴ نيټه دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت  وياند په خپلو څرگندونوکې وويل : دافغانستان ددغه ډول تياری  په هکله  دافغانستان دبهرنيو چارووزارت مرستيال محمدکبير فراهی داسيان  دغړو هيوادو دسازمان اودروسيې د بهرنيو چاروپه  وزارت کې داسيايي چارودديپارتمنت   ریيس  ښاغلي بختيار حکيموف سره په کابل کښي دملاقات پر وخت هغه ته مفصل معلومات ورکړ .


دافغانستان دديپلومات په وينا کابل اماده دی چې ددواړوهيوادونو تر منځ دښو مناسباتودپياوړتيا او دټينگښت لپاره کاروکړی ،همدا شان هغه دانرژی په توليد اوتعميراتی  برخوکې دروسیې د سرمايه گزاری په اړوند دخپل هيوادعلاقمندی څرگنده کړه . هغه علاوه کړه کابل تياردی چې دافغانستان  بازارته دروسی کمپنيوپر مخ دروازه پرانيزي  . هغه علاوه کړه ، روسی بزنيس ډير ښه چانس لري ،په ځانگړې توگه دهغوپروژو دبياجوړېدوپه برخه کښې کوم چې دشوروي اتحاد دنظام په وخت کښې جوړي شوی وې .


ښاغلي فراهی همدا ډول دافغانی لوري په استازيتوب دروسيې څخه دهغو غنمودرالېږلو په اړوند مننه څرگنده کړه کوم چې روسیې دافغانستان سره بېلاعوضه مرسته کړېده .


هغه همدا ډول په نړيوال ډگرکې دروسیې ددولت لخوادافغانستان دحکومت څخه  دشپږ کلنوپه موده کې دملاتړ له امله مننه څرگنده کړه .


څه موده پخوا دافغانستان دبهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا هم اعلان کړی و چې روسيه او افغانستان کولاي شی دنفتو اوگاز،ساختماني (تعميراتی) ،اودبرېښنا د انرژی دتوليد په برخه کې دوه اړخيزي گټوري اقتصادي  همکاری ولري  .


دښاغلی دادفرسپنتا په عقيده دافغانستان او روسيې تر منځ دمتقابله همکاريواندازه ددواړو خواد ډيرو ښو امکاناتوتر کچی  ډير ه کښته ده .


دډيرو سياسي څېړونکوپه نظر ددواړو هيوادو ترمنځ  داقتصادي  اوتجارتی مناسباتودپياوړتيالپاره دتياری ښودل يوبهترين سگنال دی .


دروسيې اوافغانستان ترمنځ  دخبروددوام دکمېټې يوې  غړي ((سويتا واليريا ايوانوا)) په نظر دآينده لرونکو داقتصادی همکاريواساس  کېداي  شي دهغو پروژوپر بنياد جوړ شی کوم چې دشوروی اتحادپه وخت کې په افغانستان کښې جوړې شوی وې .


همدا ډول په افغانستان کې دروسيې پخواني تجارتي اتشه پدې باوردی  چې ددواړو خواوو علاقمندي او غوښتنې بايد دمعينوگاموپه اوچته  کېدو سره محکمي شي .


هغه وويل : دلوگر دعينک دمسوکان په اړوند داوطلبی چين وگټله ،سره له دې چې کيداي شول روسيې ته يوه اندازه امتيازات ورکړه شوی واي . زه پوهېږم چې چين تر روسيې يوڅه په گران قيمت  حاضر شو،مگر زموږ کارپوهانو پخوا پدې معدن کې کارکړی و اوډيره ښه تجربه ئي درلوده.


دژباړونکی يادونه :


دامطلب مې يوازي دهمدې وروستي ټکی لپاره وژباړه ،چې وايي ((دلوگر دعينک دمسوکان په اړوند داو طلبی چين وگټله ،سره له دې چې کيداي شول روسيې ته يوه اندازه  امتيازات ورکړه شوی واي . او . . . ))


تر څوزموږ هيوادوال اوسياسي  چارواکی ددغو څوټکو په لوستلو دې مسلې ته جدي پام را واړوي  اوپدي پوه شی،که څه هم روسيه  اوچين  دواړه هيوادونه  ډيرښه اونږدې مناسبات  لري . داسي څرگندېږی دشانگهاي  تړون چې دادوه هيوادونه ېې اساس جوړوی  په يوه سياسی،اقتصادي اوپوځی سازمان بدل شي . دوي په نړيوالومسايلوکښي يودبل نه بېدرېغه  دفاع اوملا تړ کوی . مگر کله چې خبره اقتصادي اوياسياسي گټوته ورسېږي  ،نو بيائي وينو چې روسيه علاقمنده وه دلوگر دعينک دمسو دکان  په اړوند قرارداد بايد له دوي سره لاسليک شوی واي ،دوي  پدې خوښ نشول چې داپروژه په داوطلبۍ کښي چين  ترلاسه کړه.


پدې هليه چې موږ افغانانوته هم خپلي ملي گټې تر هرڅه راته گراني وي  اوهغه وساتو.