کور / شعر / وطنه

وطنه

په نوم به ستاکړم سرقربان وطنه

دپښتنو پښتونستان وطنه

 

تابه ساتمه د اغيارو څخه

ځکه په موږباندي یې ګران وطنه

 

ترڅو به داسي غلامان یو ګورئ

ترڅوبه ژاړو په خپل ځان وطنه

 

تابه ساتي زلمي دسرپه بيه

دخان شهيد او باچاخان وطنه

 

اغياربه هيڅکله پرې نه ږدو دلته

تابه ساتود لوی افغان وطنه

 

دا  ارماني به په تاسر کي قربان

تابه ساتي دميرويس خان وطنه