کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ژبه او سوچ ( فکر، اند) ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری

ژبه او سوچ ( فکر، اند) ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری

 


ژبه له یوې خوا د سوچ ( اند، فکر ) د څرګندولو ( پوهېدلو او پوهولو ) وسیله ده یانې انسان په لغاتونو او لفظونو کې خپل سوچ څرګندوي او له بلې خوا فکر ( اند ) خپله د ژبې یوه بڼه یا څهره ده. د دې له پاره چې په دې خبره مونږ ښه پوه شو په یو مثال سره د فکر مهم اړخونه راپه ګوته کوو.


مثال: کله چې سړی په ژمي کې په حجره کې د شپې ښخ اوده وي او سهار راپاڅي او له حجرې څخه بهر راووزي او وویني چې زمکه لمده ده نو فکر کوي چې د شپې باران شوی دی. که دې مثال ته ځیر شو، نو وبه وینو چې سړي باران پخپله نه دی لیدلې او حس کړی ئې هم نه دی، خو د زمکې د لمدوالي په واسطه په دې پوهېږي یا خبریږي په نورو تورو سره فکر د نا سېده   ( غیر مستقیمې ) پوهېدنې یا خبریدنې لړۍ ( پروسه ) ده چې دا د فکر یو اړخ دی. دغه ناسیده پوهېدنه یا خبریدنه د شیانو په مینځ کې د اړیکو او د نښتونونو په بنسټ ولاړه ده. تل چې باران شوي دی زمکه ئې لمده کړې ده او دغه نښتون څخه سړی خبر دی نو ځکه وائې چې د شپې باران شوی دی دلته د فکربل اړخ راښکاره کېږي چې هغه عمومي والی دی یانې د زمکې دلمدوالي او باران په مینځ کې نښتون عمومي خوی لري او د کوم یو خاص باران پورې د زمکې لمدوالی تړلې نه دی. هر باران زمکه  لمده وي. په نورو تورو سره دا د دې مانا لري چې د فکر په لړۍ ( پروسه ) کې مونږ د شیانو د یوې ډلې د عمومي خاصیتونو سره مخامخ یو. فکر د یوې ډلې شیانو د عمومي خاصیتونو انعکاس او دشیانو په مینځ کې د عمومي نښتونونو او اړیکو موندنه ده. د فکر په ناسیده توب او عمومیتوب کې د ژبې سره د فکر اړیکې پراته او نغښتلي دي. مطلب دا چې د فکر په لړۍ کې مونږ تل د عمومي نومونو او لفظونو سره سرو کار لرو کوم چې د یوې ډلې شیانو د ګډ او مهم خویونو ښکارندوی دی د مثال په توګه « کلک» لفظ د ډیرو شیانو خوی جوړوي چې مونږ دغه ټول شیان چې کلک دی لیدلې نه شو، خو فکر ئې کولې شو. له دې کبله عمومي نوم یا لفظ او فکر یو شي دی . فکر د ژبې د بڼې یا څهرې په توګه د ژبې برخه او د ژبې پورې تړلی دی. هر فکر چې د انسان په سر کې پيدا کېږي بې له ژبني موادو څخه مینځ ته راتللې او پېداکیدلې نه شي. داسې فکرچې  د ژبې د موادو څخه ازاد وي موجودیت نه لري. (Teplow,1972) د ژبې او دفکر اړیکې له یوې خوا د ژبې د ارزښت مانا لري او له بلې خوا دا واقعیت راښائې چې هر څومره چې د انسان ژبه رسېدلې وي هغومره ئې فکر هم رسېدلې وي. د دې واقعیت په رڼا کې د ژبې د ودې لپاره کار په کار دی. د ژبې د  ودې او روزنې ځایونه کورنۍ، ښوونځي او پوهنتونونه دي. له دې کبله ددې هڅه ضروري ده چې په ښوونځیو او پوهنتونو کې بچیانو ته په مورنۍ ژبه پښتو د زده کړې امکانات برابر شي.


پخپله مورنۍ ژبه زده کړه نه یوازې د فکر چې د سړیتوب کره برخه ده د سمې ودې مانا لري بلکې د قام د سوکالۍ او ودانۍ نښه هم ده چې د نورو قامونو سره ئې د سیالۍ جوګه کوي.


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژبساپوهنه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا په 2000ع کال كې په پېښور، پښتونخوا چاپ كې شوې دی ، خپره شوې ده.