بمی چاودنی شپږ پولیس ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 5th, 2010


رویټر لیکی چی نن په کندز ولایت کی د چاودېدونکو موادو څخه ډک موتر د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په قطار کی ووهل سو چی له امله یې شپږ پولیس ووژل سول او یو بهرنی عسکر او ۱۱ نور افغانان ژوبل سول .
د رویټر د یو بل خبر له مخی د حامد کرزي دفتر اعلان وکړ چی تیره هفته د هلمند ولایت د سنګین ولسوالی د ریګی کلی د ملکی تلفاتو شمیر ۳۹ کسان وو چی د ناټو بم وریو شهیدان کړي وو .
مخکی ویل سوی وو چی هغوی ۵۰ کسان دي . دغه کسان تقریبأ ټوله ښځی او کوچنیان دی . ناټو وایی چی موږ به تحقیقات پیل کړو .

Copyright Larawbar 2007-2024