کندهار : د ایساف ځواکونو یوه چور لکه بیړنی ناسته کړی ده .
جاويد احمد تنوير
په کندهار کی د ایساف ځواکونو یوه چور لکه بیړنی ناسته کړی ده .
د کندهار ولایت په بنجوایی ولسوالی په مربوطاتو کی نن د غرمی روسته د ایساف ځواکونو یوه چورلکه د تخنیکی عوارضو له مله بیړنی ناستی ته اړ شوی ، او ټوله سپرلی یی مصون ځای ته لیږدول شوی ده .
په کندهار کی د ناټو ځواکونو ویاند ریچارد مک نارتون د پیښی پخلی وکړ او په ضمن کی وویل : د هیلکوپتری د بیړنی ناستی په وخت مرګ ژوبله نده رامنځ ته شوی ، خو هیلکوپتری اور اخیستی دی .
قاری محمد یوسف احمدی د طالبانو ویاند وایی : وسله والو طالبانو له خوا هیلکوپتره ویشتل شوی ده ، او دریش کسه بهرنی عسکر پکی وژل شوی دی .